د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، فراه پوهنتون کې د ۲۱ میلیونه ۷۵ زره افغانیو په لګښت، پر پنځوس جریبه ځمکه د څېړنیز فارم جوړېدو چارې پیل شوې.

وزارت زیاتوي، چې د دغه څېړنیز فارم په پروژه کې د ۵۰ جریبه ځمکې احاطوي دیوال، اداري ودانۍ، ګلخانه، ډېپو، ۱۵۰ متره د اوبو څاه، ماشین خونه، د‏ اوبو ذخیره او قطریي سیستم د جوړېدو برخې شاملې دي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له‌مخې، د دغې پروژې لګښت د یاد وزارت له بودجې ورکول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version