د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي په هېواد کې ملي یووالی یوه بنسټيزه اړتیا بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان باید له تېر عبرت واخلي او د هېواد داخلي چارو ته پام وکړي.

ستانکزي پر ایران او پاکستان غږ کړی چې یاد هېوادونه باید د افغان کډوالو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د افغان کډوالو په تړاو پر خپل سیاست غور وکړي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي، افغان کډوال د ایران او پاکستان د اوږو بار نه‌دي؛ بلکې دغه هېوادونه د افغان کډوالو پر پانګونې اباد دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version