Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عباس ستانکزی: ډیورنډ په هیڅ صورت په رسمي کرښه نه منو
    افغانستان

    عباس ستانکزی: ډیورنډ په هیڅ صورت په رسمي کرښه نه منو

    صابر افغانصابر افغان16 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د افغان حکومت د یو شمېر چارواکو د څرګندونو په دوام دا ځل د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي شیرمحمد عباس ستانکزي څرګندونې کړیدي او وایي چې ډیورنډ یواځې او یواځې یوه فرضي کرښه ده.د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دغه څرګندونې د پنج شنبې ورځ په لوګر ولایت کې له افغانستان څخه د شوروي سرو لښکرو د وتلو(د سلواغې۲۶مې) به مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.ښاغلي ستانکزي وویل: ” د ډیورنډ فرضي کرښه په هیڅ صورت د رسمي کرښې په حیث نه منو او پخوا هم هیڅ افغان دغه فرضي کرښه د رسمي کرښې په حیث نه ده منلې”نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري له طورخم څخه د لیدنې پرمهال ویلي و، چې افغانستان له پاکستان سره هیڅ رسمي سرحد نه لري.بلخوا د پاکستان موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ څه موده وړاندې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته د رسمي نړۍوالۍ کرښې خطاب کړی و، چې د نوموړي دغه څرګندونې د افغانانو د سختو نیوکو سره مخ شوې.ډیورنډ د انګریزانو لخوا په افغانانو باندې تپل شوې کرښه ده، چې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه ده او تر دې مهاله په افغانستان کې د هیڅ یو نظام چارواکي د رسمي کرښې خطاب ورته نه دی کړی.د دغې کرښې په اړه تل افغانانو غږ پورته کړیدی او له نړۍوالو یې غوښتې دي، چې یاده کرښه نوره منحل کړي او هغه قوم، چې په دوو برخو وېشل شویدی، بیرته سره یو ځای کړي.

    مخکینۍ مقالهد سلواغې ۲۶مه، د افغان مجاهد ولس لپاره ځانګړې او د ویاړونو ډکه ورځ
    راتلونکي مقاله د نړیوال بانک درې سوه میلونه ډالر ځانګړي کول او د افغانستان اقتصادي وصل

    مربوطه لیکنې

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026

    هند له افغانستان سره د مرستو لپاره یو نیم میلیارد روپۍ ځانګړې کړې

    3 فبروري 2026

    روسیه کې افغان سفیر: افغانستان غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري

    3 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 3 فبروري 2026

    ايران وايي له امريکا سره د اټومي خبرو بیا پيل ارزوي

    د ایران بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې له امریکا سره د اټومي خبرو د بیا…

    زلینسکي د روسیي پر رېل پټلیو د ځوابي بریدونو امر کړی

    3 فبروري 2026

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران وايي له امريکا سره د اټومي خبرو بیا پيل ارزوي

    3 فبروري 2026

    زلینسکي د روسیي پر رېل پټلیو د ځوابي بریدونو امر کړی

    3 فبروري 2026

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.