Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»عبدالرشيد دوستم: متحده جبهه د امريکايي اهدافو لپاره جوړه شوې ده!
    تورې څېرې

    عبدالرشيد دوستم: متحده جبهه د امريکايي اهدافو لپاره جوړه شوې ده!

    صابر افغانصابر افغان22 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوکش‌غږ سرچينو د عبدالرشيد دوستم د يو خصوصي مجلس ځينې اطلاعات او جزئيات تر لاسه کړي، چې د سميع سادات په مشرۍ د متحدې جبهې په اړه يې هم ځينې څرګندونې په کې کړې دي.

    دغه خصوصي مجلس څه موده وړاندې په آنلاين ډول د فضل احمد معنوي، يونس قانوني او عطا محمد نور په شمول له یو شمېر پخوانیو سياسيونو سره ترسره شوی دی.

    په یاد مجلس کې عبدالرشید دوستم په ښکاره ډول ويلي، چې د سميع سادات په مشرۍ متحده جبهه د امريکايانو لخوا حمايه کېږي او د امريکايي اهدافو لپاره جوړه شوې ده.

    عبدالرشید دوستم د دې جبهې په اړه خپل دريځ په صریحو الفاظو څرګند کړی او وايي، چې مونږ او دوی(متحده جبهه) به په هيڅ صورت کې ګډ کار ونه کړو، ځکه لارې مو سره بېلې دي او د سميع سادات تر څنګ د هغه ټيم زمونږ لپاره د باور وړ خلک نه دي.

    د هندوکش‌غږ د معلوماتو په اساس تېر کال د متحدې جبهې د تشکيل او اعلان په اوایلو کې سميع سادات د خوشحال سادات په مشرۍ يو پلاوی تاجکستان ته لېږلی و، تر څو د احمد مسعود له ټيم سره په دې اړه خبرې اترې وکړي چې څنګه وکولای شي په ګډه د طالبانو په وړاندې فعاليت وکړي، خو هغه مهال دا خبرې ځکه له ماتې سره مخ شوې، چې مقاومت جبهه له متحدې جبهې څخه جلا او متفاوت اهداف او داعيه لري او له امريکايانو سره د ځينو مخالفو جهتونو نفوذ ورباندې شته، له همدې امله نشي کولای چې په ګډه فعاليت ترسره کړي؛ له دې سره د خوشحال سادات په مشرۍ دغه پلاوی له تاجکستان څخه بيرته ناهيلی ستون شو.

    مقاومت جبهه چې په تاجکستاني جبهې، پنجشير جبهې، د احمد مسعود کورنۍ جبهې او ورته نورو انحصاري نومونو مشهوره شوې ده؛ د متحدي جبهې په شمول له آزادۍ جبهې، مقاومت شوری، عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، نورو شخصيتونو او جريانونو سره د خپلو انحصاري او عقده يي سياستونو او بېرونيو اغېزو له امله ژور اختلافات لري؛ خو د عبدالرشيد دوستم لخوا د متحدې جبهې په اړه دا ډول څرګندونې بې سابقې دي او د دې امکان يې نور هم کم کړی دی چې د افغان حکومت مخالفين دې پر يوه مېز د مشترکو اهدافو لپاره سره راټول او متحد شي.

    مخکینۍ مقالهد امريکا پوځ په تېروتنه کې خپله ايف‌ ۱۸ جنګي جيټ‌ الوتکه ويشتلې ده
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.