Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»عبدالرشید دوستم؛ هغه مجرم جنرال چې په خپل جنایت فخر کوي
    تورې څېرې

    عبدالرشید دوستم؛ هغه مجرم جنرال چې په خپل جنایت فخر کوي

    صابر افغانصابر افغان12 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    جنرال عبدالرشید دوستم، چې د جنبش په نوم ګوند مشري کوي، دا مهال له هېواد څخه د خپلو کړیو مظالمو له ویرې تښتېدلی او په بهر کې ژوند کوي، سیاسي ناستې او غونډې یې ډیری وخت پر تبلیغاتي شعارونو او اخطاریو ور ټولې وي. دوستم هغه جنرال دی، چې لوړې نظامي رتبې او شتمني یې په تاریخي ظلمونو، ځان پلورنې او ولس قتلولو ترلاسه کړې ده.

    د اختر پر مهال یې په خپله وینا کې د سرپرست حکومت مشرانو ته اخطار ورکړی، چې د لیلي دښت ستر جنایت به بیا تکرار کړي، د هغه په وینا چې له شماله وتونکې ټولې لارې د سرپرست حکومت د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي. دا وینا یې پر داسې مهال کړې، چې په ټول هېواد کې د مخالفو وسلوالو او سیاسي ډلو هیڅ راز فعالیتونه نشته، نه پر یوه لوېشت ځمکه واکمني لري او نه هم اوس په خلکو کې دومره نفوذ لري چې مزاحمت دې ایجاد کړي.

    د لیلي دښتې د ستر او نه بښونکي جنایت د اخطار په په وړاندې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او فعالانو هم غبرګون ښودلی، دوی د لیلي دښتې پېښه جنایت بللی او د محاکمې غوښتنه یې کړې ده، ځینو بیا دوستم ته پیغورونه ورکړي او هغه یې یو تښتېدلی مارشال مخاطب کړی دی، یادو فعالانو همدا راز دوستم، قاتل نومولی دی. بل خوا بیا دوستم پلوه قومي تعصبګرو د هغه دا اخطار ستایلی، قومي رنګ یې ورکړی او په اړه یې بېلابیلې کرکجنې تبصرې کړې دي.

    دوستم چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د مارشالۍ خیالي لقب ورکړل شوی، په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو څهرو را څرګند شوی دی. دوستم چې کله له مزدور کارۍ د سیاست میدان ته داخل شو، نو لومړی کمونيست شو، د روسانو ډول ته نڅېدی، کله چې په افغانستان کې شوروي اتحاد مات شو او د ډاکټر نجيب الله نظام نسکور شو، له شمالي ټلوالې سره ملګری شو او د حزب اسلامي په وړاندې ورسره جنګېدی. یاد وحشي صفته جنرال هم لومړی ډاکټر نجيب راپورته کړ او د جوزجان منشي يې انتخاب کړی و، وروسته بیا د نجیب د تېښتې پر مهال د هغه کورنۍ همدې جنرال له هوایي ډګره را وګرځول.

    په ۱۳۸۰ل کال کې د ليلې دښتې ستر جنایت د همدې خونخوار جنرال په نوم ثبت دی، د دغه جنایت پر مهال یې شاوخوا درې زره تنه جنګي اسیران او څه عام پښتانه ونیول، بیا یې ژوندي په ځمکه کې ښخ کړل او په لوډرونو یې خاوري پرې واړولې. د داخلي جګړو او جمهوریت د شل کلنې دورې پر مهال نوموړي بې سواده جنرال نور ډیر وحشتونه هم ترسره کړي، هغه په زرګونو قتلونو، باج اخيستلو، غلاوو، چور، جنسي تیریو او نورو جنګي جرمونو کې شکېل و، په نشو او تماشو کې هم لویه مخینه لري، همدا راز یې ملیشې په قتل، غلا، چور، جنسي تیریو او ناوړه کړنو کې هم شهرت لري.

    دوستم د لیلي دښتې جنایت د سي آی اې او هغه بهرنیو بادرانو د خوشحالولو لپاره ترسره کړ، چې نوموړي ورسره د شوروي بلاک له ماتې وروسته ټینګې اړیکې لرلې. نن چې پر هېواد د مؤمن او مجاهد ولس د قربانیو په بدل کې د دوی په خوښه نظام حاکم شوی، دوستم یې په وړاندې موضع ګیري کوي، په داسې حال کې چې دا مهال د ټولنیزو رسنیو له څو کرایي فعالانو پرته، د ولس په منځ کې هیڅ راز نفوذ نه لري، د شمال او جنوب ولسونه ترې بېزار دي او نوموړي ته د جنایت کار په سترګه ګوري؛ دوستم ته بویه چې نور د افغان ولس له احساساتو سره لوبې ونکړي، پر زخمونو یې مالګه ورته ونه شیندي او په بهر کې د یو عادي وګړي په څېر ژوند وکړي؛ نه ۱۳۸۰یم کلونه دي، نه ولس هماغه ویده ولس دی، نه د دوستم باداران د هغه ملاتړ ته ولاړ دي او نه هم له دوستم سره لښکرې شته.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهحماس غورځنګ غزه کې د اسرائیلو له ملاتړ برخمن د ابو شباب ملېشو ۱۲ تنه اعدام کړي
    راتلونکي مقاله د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان له ولسمشر سره کتلي

    مربوطه لیکنې

    د جمهوریت بې صلاحیته چارواکي او پوچه حکومتولي

    16 جون 2025

    د پردیو اجنډاوو په تعقیب؛ جګړې ته د ولس بلنه او دوه مخی چلند

    14 جون 2025

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    11 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 16 جون 2025

    پاکستان له ایران سره خپلې پولي وتړلې

    پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالتي حکومت د ګوادر او پنجګور سرحدي سیمو…

    بلوڅ بېلتون‌پالو په پنځو جلا بریدونو کې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي

    16 جون 2025

    ایران:د هوایي دفاع سېستمونو یې د امریکا MQ-9 پرمختللې الوتکه غورځولې

    16 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان له ایران سره خپلې پولي وتړلې

    16 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په پنځو جلا بریدونو کې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي

    16 جون 2025

    ایران:د هوایي دفاع سېستمونو یې د امریکا MQ-9 پرمختللې الوتکه غورځولې

    16 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،956 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،888 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،880 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.