دوه ورځې وړاندې په ترکيه استانبول ښار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور حکمت کرزي په مشرۍ د ملي ډيالوګ يا ګفتمان ملي تر نوم لاندې د بندو دروازو تر شا يو کنفرانس جوړ شو چې ظاهرا يې هدف په افغانستان کې د بين الافغاني خبرو د بيا پيل د زمينې رامنځ ته کول وو.

دغه کنفرانس په اصل کې د هغه پروژې برخه ده چې د برطانيې لخوا حکمت کرزي ته ورکړل شوې ده.

په دې کنفرانس کې د مقاومت په نوم شوری غړو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو دا چې په حقيقت کې د شوری له غړو څخه يونس قانوني، خالد پښتون، عطا محمد نور او ځينې نور غړي له حکمت کرزي سره د يادې پروژې په پيسو او امتيازاتو کې جوړ رانغلل، نو ځکه يې په شوری کې د خپلې شته حلقې د نفوذ څخه په استفادې په دې دليل چې حکمت کرزی موږ پخوانيو سياسيونو ته په بده سترګه ګوري او دا يوه پردۍ پروژه ده؛ پريکړه وکړه چې په دې کنفرانس کې به د شوری غړي او موجود جريانونه، نه د شوری په استازيتوب او نه هم د خپل حزب او جریان په استازيتوب په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

که څه هم دوستم ظاهرا د شوری د يادې حلقې د اکثريت والي او نفوذ په وجه له دې پريکړې سره ظاهراً کوم مخالفت ونه کړ خو د خپل جنبش لخوا يې خپل استازی او د جنبش ګوند غړی عنايت الله بابر فرهمند دې کنفرانس ته ورولېږه.

د راپورونو په اساس په مقاومت شوری کې د پخوانيو سياسيونو په ځانګړي ډول د مقاومت جبهې او يونس قانوني سره د عبدالرشيد دوستم اختلافاتو زور اخيستی چې کله په مسکو کې احمد مسعود له روسانو څخه د دوستم په منزوي کولو کې د مرستې او ملاتړ غوښتنه کړې وه او هغوی ته يې ډاډ ورکړی وو چې د دوستم نږدې کسان او قومندانان تيار دي چې له مقاومت جبهې سره يو ځای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version