د عدلیي وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امارتي وېشل شويو او پلورل شویو ځمکو څخه سوداګریزه ګټه اخیستنه (پېرل او پلورل) یې ممنوع دي.
یاد وزارت د هېواد په کچه د معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو ته لارښوونه کړې، چې د هغو امارتي ځمکو له معاملاتو څخه په کلکه ډډه وکړي، چې د افغان حکومت له لوري پر افرادو او اشخاصو وېشل او یا پلورل شوې دي.
وزارت خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول معاملاتو د ترسره کولو په صورت کې د معاملاتو لارښوونې د سرغړونکي دفتر تړل کېږي او د معاملې دواړه لوري به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.


