Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عدلیې وزارت: په تېر یو کال کې ۱۰۱ عنوانونه تقنیني سندونه تسوید شوي
    افغانستان

    عدلیې وزارت: په تېر یو کال کې ۱۰۱ عنوانونه تقنیني سندونه تسوید شوي

    عمران آغاعمران آغا4 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو تشرېح پروگرام کې د عدلیې وزارت په خپلو لاسته‌راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

    د یاد وزارت مسوولینو وویل، دغه وزارت د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د اداري فساد له منځه وړلو، تقنیني سندونو د تسوید او تدقیق، له امارتي شتمنیو څخه د دفاع، د جواز لیکونو د ورکړې او تمدید او حقوقي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم گامونه اوچت کړي دي.: «په تېر کال کې ۱۰۱ عنوانه تقنیني سندونه تسوید شوي، چې له دې جملې د ۹۵ سندونو فقهي تخریج تر سره شوی، امارتي ادارو ته ۱۸۴ حقوقي او قانوني مشورې ورکړل شوي، د ۵۹ هوکړه لیکونو په اړه نظر ور کړل شوی، ۵۰ کړنلارې، مقررې او د مشرتابه فرمانونه تسوید او تدقیق شوي او په ټولیز ډول ۱۹۸ تنه د تقنیني او وکالت ستاژ له پروگرام څخه فارغ شوي دي.»

    د عدلیې وزارت مسوولینو وویل، له حکومتي شتمنیو د ساتنې، د ځمکو غصب مخنیوي او املاکي شخړو د حل په موخه؛ د منقولو او غیر منقولو شتمنیو او ملکیت له ۷۹۲۸ قضیوو، ۲۳ حوېلیو، ۲۵ دُکانونو، ۲ لوړپوړیزو ودانیو، ۲ سرایونو او یوه کلینیک څخه دفاع شوې، په اداري او تجارتي برخه کې د څه باندې ۱ مېلیارد او ۲۷ مېلیونه افغانیو له جملې څخه، څه باندې ۱ مېلیارد او ۱۶ مېلیونه افغانۍ د محکمو د قطعي پرېکړې په اساس د دولت خزانې ته تسلیم شوي، څه باندې ۱۰ مېلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ د امارت په گټه فیصله شوي، دغه راز څه باندې ۲۳۴ زره امریکایي ډالر هم د محکمو د پرېکړې له مخې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.: «په وروستي یوه کال کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۳۶۷۲ او د اتحادیو او خیریه بنسټونو ۲۲۰ جواز لیکونه نوي شوي، د ۴۰۱ ټولنو، اتحادیو، خیریه بنسټونو او ۵۳۲۲ معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه څارنه شوې ده. همدا راز په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۱۰ زره تنو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی، ۱۹۰۰ تنو سره په حقوقي برخه کې مرسته شوې، ۱۸۳۰ تنو ته حقوقي مشورې ورکړل شوي او ۵۷۷ تنه شکمنو کسانو د محکمې د حکم په اساس برائت حاصل کړی دی.»

    د یاد وزارت مسوولینو د خپلو لاسته‌راوړنو په اړه وویل، تېر یوه کال کې د مدافع وکیلانو ۱۵۹۰ جواز لیکونه نوي شوي، مدافع وکیلانو ته ۴۲۷۵ جزایي، معلوماتي او د مالیاتي بېلانس فورمې وېشل شوي، له مدافع وکیلانو او موکلینو څخه د شکایت ۲۶۰ عریضو ته رسېدنه شوې او له ۷۷۴ دار الوکالو څخه څارنه شوې ده.

    له تېرې اوونۍ راهیسې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو تشرېح پروگرام پیل شوی، چې نن پکې د عدلیې وزارت د خپلو لاسته‌راوړنو په اړه د رسنیو پر وړاندې خپل معلومات شریک کړل.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې د پاکو اوبو یوه شبکه گټه‌اخیستنې ته وسپارل شوه
    راتلونکي مقاله خوست کې گڼ‌شمېر دولتي وسلې او مهمات نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ناروې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

    2 مې 2026

    خوست کې څه باندې ۱۲زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    2 مې 2026

    د څه باندې ۶۴۰میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک-روی دواب سړک د جوړېدو تړون لاسلیک شو

    2 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 2 مې 2026

    د يوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې د اسرائیل لومړي وزير نتنیاهو خپل محبوبيت بايللی

    العربیة راپور ورکړی، چې د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د اسرائیل پخوانی لومړی…

    ایران دوه تنه صهیونیستي استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل

    2 مې 2026

    چین: هرمز تنګی به د ټرمپ او شي جېن‌پېنګ د لیدنې اصلي محور وي

    2 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې د اسرائیل لومړي وزير نتنیاهو خپل محبوبيت بايللی

    2 مې 2026

    ایران دوه تنه صهیونیستي استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل

    2 مې 2026

    چین: هرمز تنګی به د ټرمپ او شي جېن‌پېنګ د لیدنې اصلي محور وي

    2 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،196 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.