Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عدلیې وزارت: په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داود خان ښارگوټی دولتي ثابت شو.
    افغانستان

    عدلیې وزارت: په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داود خان ښارگوټی دولتي ثابت شو.

    عمران آغاعمران آغا3 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عدلیې وزارت وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داودخان ښارگوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ امارتي ثابت شوی دی.

    له عدلې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې د سردار محمد داود خان په نوم یادېږې، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوې په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه امارتي تثبیت کړه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې وسپارله.

    د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارگوټی امارتي تثبیت کړ.

    د خبرپاڼې له مخې، یاده شوې ځمکه بلندآبه او تپه‌زاره ده او د دغې قضیې مدعی علیه د محکمې په لړ کې داسې سندونه او مدارک وړاندې نه‌شو کړی چې ثابته کړي دا ځمکه د افرادو شخصي ملکیت ده؛ ځکه چې په وړاندې شوو ځینو سندونو کې جعل او تزویر شوی وو. د دې پر وړاندې سندونه، املاکي دفترونه او د ځمکې د تصفیې سندونه د یادې ځمکې امارتي توب په ډاگه کوي چې په همدې دلیل یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ته وسپارل شوه.

    د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شوو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی. دا کمېسیون مسوولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون خپل ترڅنگ د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې لري او په هر ولایت کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.

    مخکینۍ مقالهراتلونکې شنبه په ټول هېواد کې څلور نیم میاشتنی ازموینې پیلېږي.
    راتلونکي مقاله غزني کې د خراب شوو سړکونو د بیارغونې چارې پیل شوې.

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

    15 سپتمبر 2026

    اقتصادي کمېسیون ۶۶ داخلي معیارونه او د ازمایښت طریقې تایید کړې

    15 سپتمبر 2026

    د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    15 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 سپتمبر 2026

    د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

    د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له مرکزي، جنوب‌ختیځ او ختیځ زونونو…

    احمد الشرع دوبۍ کې د عربي رسنيو د ۲۴ مې سرمشريزې ځانګړی مېلمه دی

    15 سپتمبر 2026

    حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د بريدونو نوې څپې پيل کړي

    15 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

    15 سپتمبر 2026

    احمد الشرع دوبۍ کې د عربي رسنيو د ۲۴ مې سرمشريزې ځانګړی مېلمه دی

    15 سپتمبر 2026

    حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د بريدونو نوې څپې پيل کړي

    15 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.