د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي ویلي، چې د تخار او بغلان ولایتونو د برښنا فابریکو لپاره پېرل شوي ماشینونه او وسایل انتقال ته چمتو شوي، چې د ۵۱۵ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د اتریش په سالزبورګ ښار کې یې د تخار ولایت لپاره د ۱۶۵ میګاواټه برښنا فابریکې اړوند وسایل او ماشینونه له نږدې کتلي دي.

هغه له اتریشي مسوولینو سره د دغو وسایلو د انتقال په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې دغه ماشینونه به ډېر ژر افغانستان ته ولېږدوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version