
راپورونه وايي، په دې وروستيو کې د غربي هېوادونو په کچه پر يهودي اهدافو بريدونه په بې ساري ډول زیات شوي او لاملونه یې هم غزه او نوره نړۍ کې د يهودو د صهيونيستي رژيم روان جنايتونه ښودل شوي.
د امريکا د استخباراتي ادارې يا اېفبيآی د معلوماتو له مخې د تېرې شنبې په ورځ د فرانسې پاریس کې په “بانک آف امریکا” د برید هڅه ناکامه شوه او په تړاو یې درې کسان ونیول شول.
د پوليسو معلوماتو ښودلې وه، چې یو ۱۷ کلن کس د دغه برید لپاره د Snapchat اپلیکیشن له لارې جذب شوی و.
پر دې سربېره تېره اوونۍ لندن کې د یهودي ډلې امبولانسونو باندې د اور لګولو برید هم شوی و.
او دغه راز روانه میاشت هالنډ – امستردام کې د یهودو په یوه ښوونځي چاودنه وشوه او دوه معبدونه هم د چاودېدونکو توکو په مټ هدف وګرځېدل.
د دغو ټولو بریدونو مسؤلیت حرکت شباب الیمین اسلامیه (HAYI) په نامه يوې نوې ډلې منلی، چې د ایران ملاتړ له ځانه سره لري.
له اروپا هاخوا نږدې درې اوونۍ وړاندې د امریکا په میشیګن ایالت کې په یوه یهودي معبد ناکام برید شوی و چې مسؤليت یې حزب الله ډلې منلی و.
بریدګر ایمن محمد غزالي لبنانی الاصله امریکايي و، چې همدغو ورځو کې یې یو AR ډوله ټوپک، د شاوخوا ۳۰۰ مرمیو مهمات او نور اړین وسایل اخيستي و او له برید یوه ورځ مخکې یې د فېسبوک په البوم کې د “انتقام” په نوم عکسونه هم خپاره کړي و.

