Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»غزني کې د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شول
    افغانستان

    غزني کې د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شول

    صابر افغانصابر افغان13 فبروري 2024۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د غزني ځايي مسوولین وايي، د غزني ښار د جباروالو سیمې په گډون د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په خرخشې او احمدي سیمو کې د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شول.د غزني د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رئیس محمد ادریس حنیف وايي، د اوبو یاد کوچني بندونه د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوي، چې هر یو بند یې د ۱۱ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.:« د اوبو دغه کوچني بندونه د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لگښت جوړ شوي. د یادو کوچنیو بندونو په جوړېدو سره به د سیمې د سېلابونو اوبه ذخیره شي، چې په مټ به یې سلگونه جریبه ځمکې خړوبې او د کرنې وړ وگرځي.»د غزني والي محمد امین عمري د یادو بندونو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته تر دې مهاله په غزنې کې د اوبو د مهار په موخه د اسلامي امارت، نړیوالو موسسو او عامو خلکو له لوري لسگونه واړه بندونه جوړ شوي او په نورو بندونو هم کار روان دی.: «د افغانستان اسلامي امارت د اوبو مهارت ته ژمن دی او همدا اوس هم د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري یو، یو کوچنی بند جوړېږي.»د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پام کې لري چې د هېواد په گوټ گوټ کې واړه د اوبو بندونه جوړ کړي، چې هم خلکو ته د کرنې اوبه برابرې کړې او ورسره د ځمکې لاندې اوبه هم تغذیه کړي.په سږني ژمي کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال ورښتونه او واورې بېخي کمې وورېدې، چې له امله یې یو ځل بیا د سختې وچکالۍ خبرداری ورکول کېږي.

    مخکینۍ مقالهد مرغومي په میاشت کې نږدې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
    راتلونکي مقاله شیوای شرق او د هغه زهري دریځ

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026

    روان کال پنجشېر کې پر زیانمنو او مستحقو کسانو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

    14 مارچ 2026

    ۱ څرگندون

    1. شهیداحمد (شهاب) on 13 فبروري 2024 2:24 PM

      خدای تعالی دي نورهم همداسي کارونه وکړي

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 مارچ 2026

    بلومبرګ: سویس د امریکا پوځي الوتکو پرمخ خپل هوایي حریم تړلی

    بلومبرګ راپور ورکړی، چې سوېس هېواد خپل هوايي حریم د هغو امریکايي پوځي الوتنو پر…

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلومبرګ: سویس د امریکا پوځي الوتکو پرمخ خپل هوایي حریم تړلی

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.