د غزني ښاروالۍ مسوولین وايي، د غزني په ښار کې د یو شمېر سړکونو داغنیونې او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د غزني ښاروال محمد نبي حمزه وايي، په دغو سړکونو ۷ مېلیونه افغانۍ لگښت راځي.: «د ښار څلورو ناحیو کې هغه سړکونه چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري د ښاروالۍ ریاست لهخوا به یې د بیارغونې چارې ترسره شي.»
د حمزه په خبره، په دې کې شاوخوا ۱۲ سوه متره سړک کندن کاري او دوه نیم زره متره سړک داغ نیونه ده چې مجموعي لگښت یې شاوخوا ۷ مېلیونه افغانۍ کېږي، د ښاروالۍ له خپلي داخلي بودیجې څخه ورکول کېږي. : «دا کار د ښاري تاسساتو او زیربنا ساتنې په موخه کوي، چې د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.
ښاروالۍ له لوري په داخل د ښار کې د ټولو دوه طرفه سړکونو ترمنځ د گلدانونو جوړولو چارې هم روانې دي چې د سږ کال په اوږدو کې به گټې اخيستنې وسپارل شي.»
د غزني د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د گڼ شمېر سړکونو ځینې برخې ویجاړې شوې وې، چې موټر چلوونکو ته یې ستونزې پیدا کړې وې، چې اوس به په اساسي ډول ورغول شي.