د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په غزني کې یې لس چیکډیمونه گټې اخیستنې ته سپارلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په غزني کې د څلوېښت مېلیونه افغانیو په لگښت لس چیکډیمونه جوړ شوي وو، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د چارسمبالي وزیر عبدالطیف منصور له لوري گټې اخیستنې ته وسپارل شول.:«یاد چيکډيمونه چې د باران او واورې د اوبو د زېرمه کولو، د سېلابونو د تخریب د مخنیوي، فصلونو د خړوبولو او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړ شوي دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي چې د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې د هېواد په گوټ ـ گوټ کې چیکډیمونه جوړ کړي، چې هم د باران او واورې اوبه وساتي او هم بزگرانو ته په بېلابېلو موسمونو کې اوبه برابرې کړي.

د یو بل خبر له مخې، د غزني د سلطان بند چارې هم په چټکۍ روانې دي، چې په نږدې وخت کې به گټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د لسگونو چیکډیمونو د جوړولو چارې روانې دي، چې په نږدې وخت کې به گټې اخیستنې ته وسپارل شي.

چیکډیمونه د موسمي بارانونو او واورې اوبه ساتي او هم بزگرانو ته د کال په ټولو موسمونو کې اوبه برابروي، چې ورسره د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کېږي او د وچکالۍ پر مهال بزگران له سخت زیان ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version