د غزې د رسنیو مرکز ویلي، غزې تړانګه کې د “حماس القسام” ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د اسرائیل اشغالګر پوځ یو افسر او یو عسکر وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د اسرائیلو پوځ هم منلې، چې تېره ورځ یې غزه کې د جګړې له امله دوه پوځيان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو پوځ ویاند ویلي و، چې په غزه کې یې جګړه بایللې ده.
هغه زیاته کړې حماس يو ځواک دی چې هیڅوک یې هم له منځه نه شي وړلی.
بل لور ته د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په بېلابېلو ناروغیو اخته څه باندې لس زره تنه باید له غزې څخه و وېستل شي.
د دې سازمان مشر “ټیډروس ادهانوم ګیبریسون” ویلي، چې د شکرې، رواني، زړه ناروغانو او د جګړې له امله د ټپیانو په ګډون باید له لسو زرو ډېر وګړي د درملنې په موخه له غزې څخه و وېستل شي.
ګیبریسون په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په تېره یوه میاشت کې له یاد ښار څخه هېڅ ناروغ د درملنې په موخه نه دی وېستل شوی.
پر غزې تړانګه د اسرائیلو د بریدونو سره سم ترې مهاله نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي.راپورونه ښیي، چې د دغې مرګ ژوبلې ډیره برخه ښځې او ماشومان تشکیلوي.