ملي دفاع وزارت وايي، نن مازدیګر د هوایي ځواک یوه چورلکه له غور ولایت څخه تولک ولسوالۍ ته تللې وه او د بېرته راتګ پر مهال له پورته کېدو سره سم د يوې تخنيکي ستونزې له امله غره سره ټکر شوې.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې په چورلکه کې د افغان حکومت یو شمېر چارواکو سفر درلود، چې ټول پرسونل یې روغ دی او چاته ځاني زيان نه دی‌ اوښتی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version