د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن سهشنبه فاریاب ولایت کې د برښنا د توزیع او انتقال درې پروژې پرانیستل شوې.
اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د «۱۱۰/۲۰» کیلوولټ سبسټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفارمرونو له لارې د برښنا د توزیع شبکو پراخول شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې پر یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغان حکومت له لوري یې مالي تمویل کېږي.
ټاکل شوې، د دغو پروژو چارې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې شي.
