چین ته د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال د نوموړي د ساتونکو او د چین امنیتي ځواکونو ترمنځ لفظي او فزیکي شخړې رامنځته شوې دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، دغه شخړې هغه وخت اوج ته ورسېدې، چې ټرمپ په بیجینګ کې له یوه تاریخي معبد څخه لیدنه کوله.
راپور وایي، د چین امنیتي ځواکونو د امریکا د پټو خدماتو یو وسلهوال معبد ته له ننوتو منع کړی و، خو امریکايي لوري ټینګار کاوه چې یاد کس باید د ولسمشر د امنیتي ټیم برخه پاتې شي.
ویل شوي، دواړو خواوو ترمنځ لفظي شخړه شاوخوا ۳۰ دقیقې روانه وه.
راپور زیاتوي، په یوه بله پېښه کې د سپینې ماڼۍ یو کارکوونکی د شخړې پر مهال ټېل وهل شوی، پر ځمکه لوېدلی او لږ ټپي شوی دی.


