انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د معاشونو د لوړولو او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد د پراخو لاریونونو پر مهال ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس ټپیان شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۷۵ زره کسانو لاریونونو کې ګډون کړی، چې ۶۵ زره یې په پلازمېنه پاریس کې وو. وزارت ویلي، لاریونونه په ډېری سیمو کې سولهییز وو، خو په پاریس، لیون، رین او تولوز ښارونو کې تاوتریخوالی هم رامنځته شوی او د اورلګېدنې ۸۶ پېښې ثبت شوې دي.
بلخوا، د CGT کارګرانو اتحادیې د لاریونوالو شمېر نږدې ۱.۶ میلیونه ښودلی او له حکومته یې د معاشونو د لوړولو او د لږ تر لږه مزد د لس سلنه زیاتوالي غوښتنه کړې ده. د فرانسې لومړي وزیر هم د کارګرانو او کارورکوونکو د استازو ترمنځ د خبرو اترو د کنفرانس جوړولو اعلان کړی دی.


