د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توفایف له افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو د پراختیا په پار د اسلامي امارت غړي د ترهگرو له ډلو له نوملړه ایستلي دي.
د قزاقستان رسنۍ وايي، نوموړي د ټولیز امنیتي تړون د سازمان غړو هېوادنو د ولسي جرگو له مشرانو سره په کتنه کې ویلي، قزاقستان له افغانستان سره د سوداگریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په کتو دا چې د طالبانو واکمنۍ اوږدمهاله ده، دوی یې د ترهگرو له نوملړه ایستلي دي.
نوموړي ویلي، په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو کارونو په سیمهییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده او غواړي چې له افغانستان سره ښې سوداگریزې اړیکې ولري.
قزاقستان داسې مهال د اسلامي امارت غړي د ترهگرو له نوملړه باسي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ بېلابېلې اړیکې ټینگې شوې دي.
تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې باید د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خبرې وشي.:«له اوسني حکومت سره يې څنگه اړيکې ټينگې شي، بله پوښتنه ده. خو اړیکې باید په یو ډول جوړې شي، دا هغه کسان دي چې دا هېواد او دا خاوره اداره کوي او د افغانستان اوسني واکمنان دي.»
که څه هم افغانستان او قزاقستان گډه پوله نه لري، خو په اوسني اقدام سره کولی شي چې له افغانستان په بېلابېلو برخو کې اړیکې جوړې کړي.
د قزاقستان د اوسنۍ پرېکړې په تړاو تر اوسه د افغان حکومت ویاند کوم غبرگون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې د روسیې د ولسمشر د څرگندونو هرکلی کړی و.