د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان صادراتو ته ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي.
د صنعت او سوداگرۍ چارسمبالی وزیر نورالدین عزیزي اوسمهال د قزاقستان په سفر دی او هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ په پراختیا له گڼو قزاقي چارواکو سره لیدلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه سفر پر مهال ښاغلي عزیزي د قزاقستان د کرنې له مرستیال، د غلهجاتو دولتي شرکت له مسوول او اوسپنې پټلۍ له استازي سره لیدلي دي.: «دې لیدنه کې قزاقي لوري ژمنه کړې چې د اوسپنې پټلۍ له لارې به د افغانستان صادراتو ته ۵۰ سلنه تخفیف ورکړي.»
د خبرپاڼې له مخې، د دغه سفر پر مهال یې د غلهجاتو د ۱۰۰۰۰۰ ټنه ظرفیت لرونکي ترمینل “بینو” څخه هم لیدنه کړې ده.
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په دې وروستیو کې سوداگري پیل شوې ده او قزاقي پانگهوالو ژمنه کړې چې په د افغانستان په بېلابېلو برخو کې به پانگونه کوي.
قزاقستان د اوړو د تولید له لحاظه بډایه هېواد دی او خپل تولیدات د نړۍ گڼو هېوادونو ته صادروي.