Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل د حقیقت په هنداره کې!
    افغانستان

    کابل د حقیقت په هنداره کې!

    عمران آغاعمران آغا21 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: انجینر عبدالرحمن

    د ځینو هغه خلکو او رسنیو له لوري په پراخه کچه تبلیغات روان دي چې له طالبانو سره سیاسي عقده او مشکل لري چې ګواکې له افغانستان څخه خلک په وتلو دي او یو وخت به داسي وي چې صرف طالبان به په هېواد کې پاتې وي.

    مونږ دلته ځینې ټکو ته اشاره کوو:
    په کابل د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو میاشتو کې دا یقیني حقیقت ؤ چې د هیواد څخه ځینې خلکو د وتلو هڅه کوله، ځینې له هیواده ووتل او ځینو د حالاتو په درک کولو سره بیرته هیواد ته راستانه شول هغه هم د طالبانو مشکل نه ؤ چې ځینې خلک له هیواد څخه د وتلو هڅه وکړه، بلکې دلته رسنیو او سازمانونو طالب دومره بد معریفي کړی ؤ چې بیرته دوی هم په ویره او ترس کې ؤ.

    یوه قیصه ده چې کوم لیونی ماشومانو پسې اخيستې ؤ بیا دا لیوني ورته ویلي وو چې هغه کوز کلي کې واده دی نو ټولو ماشومانو منډې کړې، وروسته لیوني هم منډه کړه چې ګواکې رښتیا به واده وي، نو دې خلکو د طالب پر وړاندې دومره تبلیغات وکړل چې تر هر چا مخکې همدغه خلکو منډې وهلې چې کومو له دغه سازمانونو سره کار کاوه او دلته یې بده سابقه درلوده.

    په هر حال، څو میاشتې مخکې یو ملګري را څخه وغوښتل چې په کابل کې ورته کور پیدا کړم، د څو میاشتو سختو پلټنو وروسته مو یو کور په لوړ قیمت په کرایه ونیوه.

    همدارنګه اوس هم د یوې میاشتې راهیسي د کور په پلټنه مصروف یم پرون د کارت۳ په ساحه کې یو رهنما ولا د خبرو په جریان کې راته وویل: «د څو کالونو راهیسې په دغه کار بوخت یم خو دا دوه کالونه کورونه اول پیدا کیږي نه چې پیدا شي قیمت یې ډیر لوړ وي، سحر چې کور خالي شي ماځیګر بل کس نیولی وي، ان د جمهوریت وخت کې هم کورونو کرایې او بیعې دومره نه وې لوړې شوې».

    البته معلومه خبره ده چې د هېوادوالو مالونه، عزتونه او ځانونو د هر ډول ګواښ څخه خوندي دي؛ په ازاد ډول ژوند کوي چې هیڅ ډول ګواښ ورته نه دی متوجې، زما په اند په څو لسیزو کې له دې ډول امنیت څخه مو هېوادوال نه ؤ برخمن، نو راځئ چې له دې فرصته استفاده وکړو او د الله راکړو نعمتونو باندې شکر وباسو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهقزاقستان د افغانستان صادراتو ته ۵۰ سلنه تخفیف ورکړی.
    راتلونکي مقاله کوزني سیاستوال که سیاسي دوکانداران؟

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت لوړپوړي پلاوي د قوش‌تېپې ملي کانال له روانو چارو لیدنه کړې

    27 اپریل 2026

    تر کلونو ځنډ وروسته حیرتان بندر کې د ۶۰زره ټنو په ظرفیت نفتي زېرمې بیا فعالېږي

    27 اپریل 2026

    اقتصادي مرستیال جوزجان کې د سمنټو د سترې تولیدي فابریکې د چارو پرانیسته وکړه

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 27 اپریل 2026

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    اتحاد المجاهدین پاکستان په یوه انفوګرافیک کې د تېرو ۱۰ ورځو بریدونو معلومات نشر کړي،…

    د اسرائیل پخوانيو لومړي وزيرانو د نتنياهو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړ

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    27 اپریل 2026

    د اسرائیل پخوانيو لومړي وزيرانو د نتنياهو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړ

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.