د سوریې دولتي خبري اژانس، سانا راپور ورکړی، چې نن یکشنبه قسد ملېشو د شمالي سوریې د رقه ولایت په اړوندو کې د فرات پر سیند دوو پخوانیو پلونو ته چاودنه ورکړې.

د سوریې حکومت په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي، چې د قسد او کردستان کارګر ګوند «YPG» ملېشو له طبقه ښار څخه د شاتګ پر مهال ګڼ شمېر زندانیان اعدام کړي هم دي.

د سوریې حکومت د بندیانو پر وړاندې د دغو ملېشو اقدام جنګي جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

سوریایي پوځ او قبایلي وسله‌والو په روانو عملیاتو کې د رقه ولایت په څنډه کې پر سټراتیژیک ښار «طبقه» او ځینو نورو مهمو سیمو کنټرول تر لاسه کړی او لا هم مخ پر وړاندې روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version