العربیه خبري شبکې د خپل ځایي خبریال له قوله راپور ورکړی، چې د سوریې دیر الزور ښار په بشپړ ډول له قسد ملېشو څخه تصفیه شو.

دغه راز قبایلي ځواکونو تازه د رقه ښار د المشلب سیمې کنټرول هم په لاس کې اخیستی دی.

ورته مهال د قسد ملېشو قوماندان مظلوم عبدي دمشق ته رسیدلی ترڅو د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره وګوري. دا لیدنه به د امریکا د ځانګړي استازي ټام بارک په شتون کې ترسره شي.

مظلوم عبدي په دې اړه ویلي، چې د وضعیت ارامولو او اوربند د ثبات لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version