د قطر حکومت هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې دوحې د ایران پر ضد په احتمالي پوځي اقدام کې د ګډون هوکړه کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ډول ادعاوې د هغو کړیو له لوري خپرېږي چې غواړي سیمه لا ډېر کړکېچ ته بوځي.
دوحې ټینګار کړی چې نه یې په تېرو کې او نه به په راتلونکي کې د ایران یا کوم بل ګاونډي هېواد پر ضد پوځي اقدام کې برخه واخلي.
قطر ویلي، بهرنی سیاست یې د خبرو اترو، منځګړیتوب او د شخړو د سولهییز حل پر بنسټ ولاړ دی.


