Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»قومي جګړې ته لمن‌ وهل؛ د جمهوریتي سیاستوالو ناکامې هڅې
    تورې څېرې

    قومي جګړې ته لمن‌ وهل؛ د جمهوریتي سیاستوالو ناکامې هڅې

    صابر افغانصابر افغان2 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ۳۳ کاله وړاندې د وخت د کمونستي حکومت له نسکورېدو سره، افغانانو له ډېرو کړاوونو وروسته دا فرصت وموند چې د یو او بل ترڅنګ ودریږي او هغه اسلامي نظام رامنځ ته کړي چې د قائمولو لپاره یې ورته پاڅون کړی و.

    هغه ارمان ته د رسېدو لپاره چې د دې خاورې شهیدانو یې د تحقق لپاره خپل خوږ ژوند قرباني کړی و ډېر څه نه وو پاتې، چې په دغه وخت کې د کورنیو ورانوونکو جګړو فتنې لکه د سرطان غدې یو په بل پسې د دې وطن ښارونه، ولسوالۍ او کلي ونیول.

    هغه جګړې چې اصلي طراحان یې هماغه جنګ سالاران وو، کوم چې د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په وخت کې یې ځانونه د رښتینو مجاهدینو په لیکو کې شامل کړي وو او د دین په نوم یې ځان ته ځای او مقام جوړ کړی و.

    د جمهوریت د تورې دورې له پای ته رسېدو او پر افغانستان د دغو بدنامو څهرو له واکمنۍ ختمېدو وروسته، اوس چې د دوی شوم پلانونه ناکام شوي دي، یو ځل بیا یې هماغې کرکجنې حربې ته مخه کړې او شپه او ورځ د قومي جګړو د راپارولو په هڅه کې دي، ترڅو له دې لارې بېرته واک ته د خپل راتګ زمینه برابره کړي.

    دا کسان د جعلي اکاونټونو جوړولو او په مجازي فضا کې د قومي، ژبني او مذهبي توپیرونو په اړه د منفي تبلیغاتو په خپرولو سره غواړي یو ځل بیا د دې خاورې کړېدلی ملت د خپلو شومو او ناپاکو موخو قرباني کړي.

    له همدې امله کله د مستعارو نومونو په کارولو سره ځانونه په تاجک قوم پورې منسوبوي او د پښتنو پر ضد خبرې کوي، د خراسان غوښتنې مضحکه ادعا کوي او د هېواد د وېشلو غوښتنه کوي او کله هم په هغو اکاونټونو سره چې پښتنو ته منسوبیږي، د نورو قومونو پر ضد ناسمې خبرې کوي.

    سره له دې چې دا کسان د افغانیت او ولس‌ تر نقاب لاندې پټ شوي دي او ځانونه د ملت خواخوږي بولي، خو په حقیقت کې دوی د خپلو استخباراتي بادارانو په لاس کې بې ارزښته مهرې دي او د بهرنیو قدرتونو په لاس کې د نانځکې رول لوبوي.

    دا شیطاني او ناکامې هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د افغانستان اکثریت خلک تر بل هر وخت ډېر وحدت، ارامتیا او د عدالت او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ نظام غواړي؛ یوه داسې غوښتنه چې د هغو تش په نامه افغانانو له خوښې خلاف ده، کوم چې له هېواد بهر ناست دي او شپه او ورځ د پردیو په امر د خلکو د ارامتیا په ګډوډولو پسې دي.

    د دې توطیو یو له هغو اړخونو څخه چې لږ ورته پاملرنه شوې، د بهرنیو رسنیو او بهرنیو فکري مرکزونو هدفي کارول دي، چې په لویو پانګونو سره هڅه کوي د فتنه‌اچوونکو غږ اوچت کړي او په هېواد کې د قومي نارضایتۍ مصنوعي فضا رامنځ ته کړي.

    دا رسنۍ نه تنها د دروغو او فریب خپرولو لپاره زمینه برابروي، بلکې د حقایقو په تحریفولو سره هڅه کوي چې د جلاد او قربانۍ ځای بدل کړي او د پرون ورځې جنایتکاران د نن ورځې د ژغورونکو په توګه معرفي کړي.

    خو دا ملت نور د ازمویل شویو څهرو په چلونو نه دوکه کېږي او نن په ښه توګه پوهیږي چې د هېواد د نجات لاره د قومونو په شخړو کې نه، بلکې د دې خاورې د ټولو مسلمانانو ترمنځ په خواخوږۍ او ورورګلوۍ کې ده.

    بې‌شکه هغه ملت چې کلونه، کلونه د قومي او مذهبي اختلافاتو قرباني و، اوس اړتیا لري چې په خپلو دیني او کلتوري مشترکاتو باندې په تکیه کولو سره د روښانه او عزتمنده راتلونکې جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي او پرې‌نږدي چې کورني او بهرني دښمنان یو ځل بیا دوی د واک‌غوښتونکو د شومو غوښتنو نانځکه وګرځوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپکتيکا کې هغه غله نيول شوي چې له يوه کور څخه یې ۱۲۰ زره ډالر او نهه ميليونه کلدارې غلا کړې وې
    راتلونکي مقاله عدلیې وزارت: ننګرهار کې د حاجي قدیر ښارګوټي په نامه څه باندې ۱۲سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود؛ په سیمه ایزو لوبو کې د فرانسې نوې وسیله

    24 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان…

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.