Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»لاسته راوړنې او پلانونه؛ برښنا شرکت وايي ډېر ژر به د کابل برښنا ۲۴ ساعته شي
    افغانستان

    لاسته راوړنې او پلانونه؛ برښنا شرکت وايي ډېر ژر به د کابل برښنا ۲۴ ساعته شي

    صابر افغانصابر افغان22 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په دوام نن د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دغه ریاست د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

    د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسئولینو په یاد کنفرانس کې وویل: دولتي شرکتونه څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې د کرنې او صنعت د پراختیا، د احتکار د مخنیوي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوي، خو په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو له امله پخوانیو نظامونو دا شرکتونه له پامه غورځولي او په دې موده کې یې ډېر زیانونه لیدلي دي.

    مسئولینو زیاته کړه، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو او د امارتي شرکتونو اقتصادي اهمیت ته په کتو، دغه شرکتونه یو ځل بیا د حکومت د توجه وړ وګرځېدل، چې د چارو د لا ښه مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۷/۶/۱۴۴۵ نېټې د ۲۱ ګڼې فرمان پر بنسټ، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تاسیس او ۲۲/۲/۱۴۴۶ نېټې د ۸ ګڼې فرمان له مخې، د یاد ریاست تشکیل هم منظور شو.

    مسئولینو وویل: د افغان طیور، د بغلان د بورې، د کندهار، بلخ او پلخمري د نساجۍ او د هلمند بُست امارتي شرکتونو بیا فعالول او تجهیز؛ په تېر یوه کال کې د یاد ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي. دغه راز ټاکل شوې ده، چې له نړیوال بانک سره په همغږۍ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې عملي چارې ژر پیل شي.

    د مسئولینو په خبره، د افغانستان برېښنا شرکت په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول ۱ میلیون ۲۰۶ زره او ۶۷۱ میګاواټه برېښنا تولید کړې او ۵ میلیونه ۶۷۲ زره او ۷۹۶ مېګاواټه برېښنا یې له ګاونډیو هېوادونو څخه وارده کړې ده.

    همدا راز د شبرغان- دشت الوان- ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه او د غزني- کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزو، د هرات د نور الجهاد سب سټېشن، د کندهار د برېښنا سب سټېشن او د یو شمېر ناتمامو پروژو د تطبیق چارې جریان لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چارې په ۹۱ سلنه او د دویم فاز چارې په ۵۴ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

    دغه راز، د بلخاب کان د استخراج چارې روانې دي او تر اوسه ۲۸۹۸۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراج شوي دي.په همدې ډول، په تېر یوه  کال کې، د غوري او جبل السراج د سمنټو فابریکو له لارې ۱۹۹ زره او ۶۷۱ ټنه سمنټ تولید شوي دي.

    د دې ترڅنګ د شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د نوري فایبر  پروژې د تطبیق کار روان دی او د نوري فایبر شبکه ۸۰ سلنه معیاري شوې ده.

    مسئولین زیاتوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د ګاز د پلور او وېش ۸۵ مغازې فعالې شوي، چې په بازار کې یې د ګازو قېمت په کنترول کې مهم رول لوبولی دی.

    همدارنګه، په تېر یوه کال کې ۱۹۸ میلیونه ۶۱۴ زره او ۲۸۷ متر مکعب ګاز استخراج، پروسس او مستهلکینو ته عرضه شوی دی.دغه راز، د تېر یوه کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې ۳۶ میلیونه متر مکعب د څښاک پاکې اوبه وېشل شوي، د اوبو رسولو ۳۹ پروژې تطبیق، ۹ ډیزاین او ۱۵ نورې په پلان کې شاملې شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، په تېر کال کې د ننګرهار د وادي کرنیزې تصدۍ له لارې شاوخوا ۴۰۲ ټنه زیتون، ۴۱۱۲۵ لېتره د زیتون تېل، ۲۰ ټنه خرما، ۹۰۷ ټنه غنم، ۱۰ ټنه کبان، ۱۰۲۶۴۳ لېتره شیدې، ۲۸۷۴ کلچې صابون او ۲۳۴۳۳۸ دانې مثمر او غیر مثمر نیالګي تولید شوي دي.

    مسئولین وایي، چې د څه باندې ۳۰ بیه لرونکو او بې بیې سندونو ډیزاین او چاپ، ترکیې هېواد ته د ۹۰ ټنه رومي بانجانو او کشتې صادرول، د غنمو د ۴۴۳۰ ټنه اصلاح شویو تخمونو، ۱۳.۷ ټنه وريژو، ۱۹.۸ ټنه جوارو او غَلو، ۴۷۹۹۰ کیلو ګرامه صنعتي نباتاتو تخم، ۳۴۰۰ کیلو ګرامه حبوباتو او ۳۱۳۰۰ کیلو ګرامه سبزیجاتو تولید؛ په تېر یوه کال کې د یاد ریاست له مهمو فعالیتونو څخه دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ۵۰۳  سیاحتي او ۱۷۷ انلاین خدماتو شرکتونو او ۴۷ مېلمستونونو د فعالیت جوازونو صدور او تمدید، د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ډبرو پروسس لپاره د عصري ماشینونو اخیستل او نصبول او په هېواد کې د سپین کاغذ د تولید صنعت وده؛ په تېر یوه کال کې د دې ریاست له نورو اجرااتو څخه دي.

    همدارنګه، د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو او بابو البسې او چرم د تولید بیا پیل، بهر ته د شاوخوا ۵۳۱۴ قلمه بیلابیلو اجناسو صادرول، د هیواد د لاسي صنایعو پیاوړتیا لپاره د ۲۷ کورنیو او بهرنیو نندارتونونو جوړولو برخه کې همکاري او کسبه کارانو ته د مسلکي ورکشاپونو جوړول؛ د دې ریاست له نورو فعالیتونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهباغیان څوک دي؟ (٢٠)
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۳/۱۹ ھ ق.

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د…

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.