د لغمان ولایتي روغتون مسئولینو ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله یاد روغتون ته شاوخوا ۶۰ ټپیان لېږدول شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د ټپیانو له ډلې د ځینو روغتیایي حالت نازک دی، خو تر دې دمه د مړینې هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.

ورته مهال، د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني او د دې ولایت یو شمېر نور مسؤلین مهترلام ولایتي رغتون ته تللي او هلته یې د ناروغانو پر لا ښې درملنې ټینګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version