د لغمان ولایتي مسؤلین وايي، چې د دې ولايت د اداري واحدونو د زياتوالي په موخه یې سرخکان، نيازي او شکمټ سيمې د نويو ولسواليو د رامنځته کولو په موخه مشخصې کړې دي.

د معلوماتو له مخې د کورنيو چارو وزارت د استازو او ولایتي مسؤلينو يوې ګډې کميټې په همدې اړه کار پيل کړی تر څو بشپړ معلومات راټول او بيا یې د تاييد لپاره د افغان حکومت د مشرتابه مقام ته واستوي.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اړتيا ته په کتو لسګونه نوې ولسوالۍ رامنځته شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version