که احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د اروپایي پارلمان په تالار کې وویل چې افغانستان د نړیوال تروریزم لپاره په یوه امن پټنځای بدل شوی او ګواښ یې یوازې د افغانستان تر پولو پورې محدود نه دی، بلکې لوېدیځ هېوادونه یې هم ورسره مخ وبلل او له همدې لارې یې د غرب نظامي ملاتړ غوښت؛ نن یې زوی هم د خپل پلار په هماغه پخوانۍ لویدلې او سپکه لاره روان دی.
دا هغه لار ده چې انجام یې د تاریخ کثافت دانۍ ته له غورځېدو پرته بل څه نه دی؛ ځکه افغان ملت بیا بیا ثابته کړې چې که هر څوک د خپلو شخصي یا کورنیو ګټو لپاره د بهرنیانو پښې دې خاورې ته راکاږي، نو ژر یا وروسته به د ولس له کرکې سره مخ شي او ملت به یې د خپل وجدان له مخې هېواد پلورونکي او خاین وبولي.
دې ملت د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي او هېڅکله به اجازه ور نکړي چې هېواد یې د «ډیموکراسۍ»، «د اقلیتونو د حقوقو» یا «د تروریزم په وړاندې د مبارزې» په غولوونکو نومونو، بیا د استعماري قدرتونو د سیالۍ ډګر وګرځي. احمد مسعود د خپل پلار په څېر، په داسې حالت کې د خلکو له نوم څخه استفاده کوي، چې کړنې یې یوازې د بهرنیانو د ګټو د خوندیتابه لپاره او د سیاسي غلامۍ د بیا تولید په معنا دي.
څو ورځې وړاندې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤول علي میثم نظري په خپله ایکس پاڼه د احمد مسعود یوه نهه دقیقې وینا خپره کړه چې یوه میاشت وړاندې یې په هاروارډ پوهنتون کې کړې وه. که څوک د دې وینا منځپانګې ته لږ فکر وکړي، نو له هېواد سره له خیانت، بهرنیانو ته له غلامۍ او د سیاسي تړاو له اظهار پرته بل څه نه پکې لیدل کیږي.
احمد مسعود هڅه کړې چې د القاعدې له نوم څخه په استفادې، د غرب پام افغانستان ته راواړوي، ترڅو د هغوی ملاتړ ترلاسه او په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره یې د اړیکو د عادي کولو مخه ونیسي؛ دا یوه ناکامه او خیالي هڅه ده، ځکه غربیان ښه پوهېږي چې القاعده اوس په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري. احمد مسعود دغه ادعاوې یوازې ځان او مقاومت جبهې ته د مشروعیت د جلب او د پام را اړولو د وسیلې په توګه کاروي.
دا چې هغه له بهرنیو هېوادونو سره د سرپرست حکومت د اړیکو د پرېکون خبره کوي، له دې څخه څرګندیږي چې موخه یې د افغانستان انزوا ته لاره هوارول دي؛ هغه ګام چې د پردیو د پالیسۍ یوه برخه ده تر څو په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په ځای یو سیاسي بدیل راولي؛ داسې بدیل چې په افغانستان کې د بهرنیانو ګټې خوندي او د دوی استازولي وکړلی شي.
لکه څرنګه چې د کورنیو جګړو په تورو ورځو او د جمهوریت په شل کلنه دوره کې مو ولیدل، هر جنګسالار او بدنامه څهره به د یوه ګاونډي هېواد یا لوی نړۍوال قدرت تر لاس لاندې وه، که څه هم ځانونه یې افغانان بلل، خو عملاً یې د پردیو د ګټو د خوندیتوب لپاره ګامونه اخیستل.
احمد مسعود د خپلو پاشلیو خبرو په بل ځای کې د حقایقو په پټولو سره، د سرپرست حکومت پر ضد د قومي تصفیې او د اقلیتونو د حقوقو د نقض بې اساسه او بې ثبوته تورونه لګوي. دا هم د افغانستان د خلکو تر منځ د قومي او ژبنيو اختلافاتو راوپارولو په موخه یوه ناکامه هڅه ده چې کېږي.
دغه ادعاوې د داسې چا لخوا مطرح کیږي چې په خپله د احمدشاه مسعود له بې چون و چرا پیروانو څخه دی؛ هغه بدرنګه څهره چې د رباني د واکمنۍ پر مهال، د افشارو د خونړۍ فاجعې لامل شو، هغه فاجعه چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو ظالمانه او وحشیانه ولسي ټول وژنه ګڼل کېږي.
احمد مسعود په کومو سترګو دا تور لګوي چې د اقلیتونو حقوق تر پښو لاندې او قومي تاوتریخوالي ته لمن وهل کیږي! حال دا چې څو ورځې وړاندې، د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني له رسنیو سره په یوه مرکه کې وویل چې د بګرام هوايي ډګر د تاجکانو په جغرافیه کې ده. دې څرګندونو د هېواد دننه او بهر افغانان سخت خواشیني کړل او دا یې د قوم پالنې، د تجزیې او د ملي یووالي د کمزوري کولو زهرجنه هڅه وبلله.
په پای کې باید ووایو، دا نن چې د احمد مسعود له خولې د غرب په مجلسونو کې کومې خبرې اورېدل کېږي، هماغه پخوانۍ لاره ده چې احمدشاه مسعود ورباندې روان و؛ هغه لاره چې د افغانستان په خپلواکۍ، عزت او یووالي سترګې پټوي او د بهرنیانو د ملاتړ، فکري او سیاسي غلامۍ لوري ته وتلې ده.
خو تجربې ښوودلې ده چې دا ولس نور د رنګارنګ شعارونو تر اغېز لاندې نه راځي، او نه به هغو څهرو ته بیا چانس ورکړي چې پرون یې ازمویلې او نن په یوه نوې بڼه راوړاندې شوې. دا خاوره له خپلو ټولو زخمونو سره سره، د عزت او ازادۍ لاره ډیره ښه پېژني، هېڅ راز خاین به ونه زغمي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.