په بهر کې د مېشتو افغانستان ضد ډلو ټپلو وروستیو لالهانده منډو، سوړ بازار، ګرمو مخالفتونو او شدیدو ټکرونو ته په پام، داسې ښکاري چې دا ډلې لکه څه ډول چې له پیله د دوی لنډمهالي ائتلافونه د تار کشکې په تار سره تړلي وو، اوس یې پاشل کېدو لړۍ دومره سره چټکه او جدي شوې چې نه یې د رسنیو او عامو خلکو له سترګو پټولي شي او نه هم د دوی ملاتړي او بهرنۍ استخباراتي ادارې پر دې توانېږي چې دوی سره راټول کړي.
دوی چې نږدې ټولو یې یو وخت د پرځېدلي جمهوریت تر چتر لاندې په افغانستان کې پردۍ اجنډاوې مخکې وړلې، پردۍ ګټې یې خوندي کولې او د پردیو موخو لپاره یې ځانونه د هغو د لاس وسیلې ګرځولې وې، د جمهوریت له پرځېدو سره سم یې له افغانستانه پښې سپکې کړې او هلته یې نږدې په هر هېواد کې په بېلابېلو نومونو ګڼې داسې ډلې ټپلې جوړې کړې چې له نومونو سره یې د مقاومت، ازادۍ، ملي او ژغورنې په څېر ګڼ کاذب مختاړي او وروستاړي سره یو ځای کړي وو.
د دوی د یو ځای کېدو او تر یوه ادرس لاندې راوستلو لپاره ګڼې هلې ځلې وشوې، پردیو هېوادونو، استخباراتي ادارو، افرادو او مرموزو کړیو مداخلې وکړې او د دې ټولو هلو ځلو په پایله کې یې ځینې داسې لنډمهالي او د تار کشکې په تار سره پېیلي ائتلافونه ترې جوړ کړل، چې له میاشت په لنډه کې موده کې بېرته سره وپاشل شول. په وروستي کې اقدام کې د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مجمع (چې اکثریت مشران یې د داخلي جګړو او ملېشو قوماندان دي) له چتر څخه د ازادۍ او مقاومت په نوم ډلو له بېلتون وروسته، دا لا ښه ثابته شوه چې دا ډول ائتلافونه په څوموره نازکو تارونو سره تړلي او څومره ژر د زوال پر لور ځي.
د یادې مجمع اجرائیه مشر عمر داودزي ويلي، چې دا ډلې ټپلې ځکه له دې مجمع څخه بېلې شوې چې دی یوازې پر جګړې تمرکز کاوه، خو موږ بیا پر سیاسي حل باوري یو. نوموړي زیاته کړې چې دا ډلې پخوا هم هسې په نوم له دې مجمع سره یو ځای وې، خو د دوی لومړیتوبونه بیا نور وو. که څه هم داوودزي په دې خبرو کې ډېره هڅه کړې ډيپلوماسي وکړي او د دوی ترمنځ د سترو درزونو، شدیدو اختلافانو او بدبینیو اصلي تصویر یې پټ کړی، خو بیا هم د نوموړي له خبره په صریح توګه ښکاري چې دا ډلې ټپلې د اختلاف په دومره اوج کې دي، چې ان په مجازي او خیالي چترونو کې هم نه شي راسره راټولېدلی، نو په عملي میدان کې راټولېدل خو یې محال دي.
تر دې ورهاخوا، په افغانستان کې د ننه هم هېڅوک په هېڅ قیمت دې ته نه دي چمتو چې له دغو ډلو ټپلو سره همکاري وکړي، ځکه دوی لا له وړاندې د افغانستان خلکو ته لسیزې له غم، درد، ویر، جګړې، مرګونو، ویرونو او وژنو پرته بل څه نه دي راوړي. د دغو ډلو ټپلو خپل هغه نازک هغه نړیوال حیثیت هم په قیمار کې وبایلود چې ځینو هېوادونو، کړیو او ادارو ورسره د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه ورکړی و.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.