Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستانه بهر د جوړېدونکو جبهو د اختلافاتو اوج او ډېرېدونکی انشعاب
    لیکني

    له افغانستانه بهر د جوړېدونکو جبهو د اختلافاتو اوج او ډېرېدونکی انشعاب

    صابر افغانصابر افغان11 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې له افغانستانه بهر مېشتې جبهې، ډلې او ټلوالې له سختو خپل منځي اختلافاتو سره مخ دي، چې دې چارې د دوی په منځ کې د انشعاب او پاشل کېدو لړۍ هم چټکه کړې ده. ډېری دغه جبهې، ډلې او ټلوالې په بېلابېلو نومونو د پخوانیو ملېشو او کورنۍ جګړې د قوماندانانو، د بشري حقونو د ناقضینو، قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو ټېکه دارانو، جنګسالارانو او په ځانګړې توګه په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د اشغال پر مهال د بهرنیو هېوادونو د قراردادیانو له خوا جوړې شوې دي.

    دوی په افغانستان کې د تېرې جمهوري دورې له پرځېدو سره سم، بهرنیو هېوادونو ته وتښتېدل او هلته له مېشتېدو سره سم یې بیا د جبهو او ټلوالو بازار ګرم کړ. دغه جبهې یوازې په دې موخه جوړېږي چې په افغانستان کې د وینې بهېدنې ماشین بیا راچالان کړي، نو ځکه هلته له کوربه او نورو هېوادونو بیا – بیا د جګړه‌ییزو پروژو غوښتنې کوي او له دوی غواړي چې که ملاتړ یې وشي، نو په افغانستان کې به يې ګټې ورته خوندي او د دوی په خوښه به هر ډول پروژې ورته پر مخ وړي.

    د دغه جبهو او ډلو د اختلاف دلایل ډېر دي، خو ځینې عمده یې چې ډېر روښانه دي؛ لومړی، د دې جوړښتونو بنسټګر په خپل منځ کې شدید فکري اختلافات او ټکرونه لري او آن د یو او بل پر وړاندې یې اوږدې جګړې کړې دي، د یو او بل د ډلو او حزبونو کسان یې وژلي او دغه راز د یو او بل ګټې یې ننګولي دي.

    دوهم عمده دلیل یې دا دی، چې دغه ډلې او جبهې د بېلابېلو بهرنیو ادرسونو له خوا حمایه کېږي او د هماغه اړخونو او ادرسونو د ګټو خوندیتوب او پروژو عملي کولو ته کار کوي، هماغه حمایه کوونکي او ملاتړي یې هم بیا په خپل منځ کې ډېر اختلافات او ټکرونه لري.

    درېیم دلیل یې دا دی، چې د دوی هر یو یې یوازې پر خپلو شخصي ګټو تمرکز کوي او هڅه یې دا ده چې تر ممکنه بریده او آن تر هغې لا ډېر خپلو شخصي ګټو ته ژمن پاتې شي.

    څلورم دلیل یې دا دی چې له ولسونو او خلکو سره ډېر واټن لري، د دوی په منځ کې یې حیثیت صفر دی، ولس ترې متنفر دی، خو هر یو یې بیا د دې دعوه لري چې ګواکې پراخ نفوذ لري، دا چاره هم د دوی په منځ کې په اختلافي موضوع اوښتې ده. ډېر نور دلایل هم شته چې د دوی په منځ کې یې اختلافات اوج ته رسولي او پر یو او بل یې بې باوره کړي دي.

    دغه بې باوریو د دوی ترمنځ د وحدت کچه صفر ته رانږدې کړې، هر ځل هڅه کوي چې یو څو کسان سره راټول کړي، خو کله چې د ټکر او اختلاف ټکو ته راورسېږي، نو سمدلاسه سره وپاشل شي او بیا په یوه او بل نوم د راټولېدو هڅه پیل کړي.

    دا کیسه اوس مهال تقریباً په یو عادي چارې اوښتې، نږدې هره میاشت دغه ډلې د خپلمنځي اختلاف له وجې سره وپاشل شي او بیا په بل نوم فعالیت پیل کړي، بیا وپاشل شي او بیا د راټولېدو هڅه کوي، ځانونو او جوړښتونو ته یې لوی – لوی نومونه ورکړي، خو دا ټول یې بې ګټې وي او بالاخره د انشعاب لور ته ولاړ شي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله“د افغانستان ژغورنې مجمع” د شړېدلو لومړنی څرک
    راتلونکي مقاله له پرله پسې جګړو وروسته د سوریې دیر الزور ښار د تحریر الشام ځواکونو له‌خوا ونیول شو

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2025

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    ‏د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یو لړ…

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    21 جولای 2025

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.