محمد فیصل
افغانانو په څه کم دوه پیړیو کې پینځه ځلې یرغلګرو سره جګړه کړې او مات کړې یې دي.په ۱۸۴۲، ۱۸۸۰ او ۱۹۱۹ کې یې انګریزانو ته ماتې ورکړې، په ۱۹۸۹ کې یې شوروي او ۲۰۲۱ کې یې امریکایان وشړل.
۱- په ۱۸۴۲ کې انګریزان له سختو تلفاتو سره له افغانستانه ووتل خو د هوکړې پر بنسټ، دوی ته تسلیم شول او نږدې ملګری یې دوست محمد خان له هنده افغانستان ته راولیږه. د افغانستان پاچا شو او شل کاله یې په ارامۍ پاچایي وکړه.داسې پاچایي چې د انګریز دښمنان یې له صحنې وویستل چې ان د ده د خپل زوی او لوی انګریز مخالف وزیر محمد اکبر خان د وژلو ګوته هم ده ته نیول کیږي.
۲- دویم ځل هم انګریز په داسې ډول ووت چې په میوند کې یې درانه تلفات لیدلي وو، خو د امیر عبدالرحمن خان په شکل یې خپل یو دوست ته د واک ترلاسه کولو زمینه برابره کړه چې امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د بهرنیو چارو کنټرول انګریز ته پریښود. غازي ایوب خان او نور انګریز ضد څېرې د امیر عبدالرحمن خان له لوري له صحنې وویستل شوې.
۳- درېیم ځل افغانانو له انګریز سره د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ جګړه وکړه. سره له دې چې افغانان بریالي شول، خو د مؤرخینو په وینا چې افغان دولت یوازې نیم افغانستان خپلواک کړ، خو د نور نیم افغانستان خپلواکي یې و نه شوه ګټلی.
۴- څلورم ځل هم افغان ولس له شوروي سره په میړانه جګړه وکړه، خو د جینیوا خبرو کې چې د افغانستان د برخلیک او یرغلګرو د وتلو په اړه خبرې کېدې، افغان مجاهدینو په کې هېڅ ګډون نه درلود. افغان مجاهدین له هر څه بې خبره او انزوا کې ساتل شوي وو او پاکستان د دوی استازولي کوله
.۵- پینځم ځل چې یرغلګر (امریکایي ټلواله) له افغانستانه وتله، نو له نورو سره یې ډېر توپیر درلود.د جګړې مشري تر واحدې قومندې لاندې وه.
د سولې خبرو کې افغانان (طالبان) مستقیم دخیل وو او د افغانستان د ګټو له پاره یې چنې وهلې.بله مهمه خبره دا چې د دوحې تړون کې داسې کوم مورد نه وو چې طالبانو ته پیغور شي.
تر ټولو وروستی دا چې د اشغالګرو له وتلو وروسته داسې خلک واک ته ورسېدل چې ریښتیني افغانان وو او دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن وو. د دین، وطن او ولس پر سر یې له اشغالګرو سره معامله و نه کړه.
د هغه نورو او دغه اشغالګرو د وتلو د پروسې تر منځ توپیر همدا وو چې طالبانو په کې له سولې تړون وړاندې او وروسته خپله خپلواکي ساتلې وه.