Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستانه د انګریزانو، شورويانو او امریکایانو د وتلو تر منځ توپیر
    لیکني

    له افغانستانه د انګریزانو، شورويانو او امریکایانو د وتلو تر منځ توپیر

    صابر افغانصابر افغان2 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    افغانانو په څه کم دوه پیړیو کې پینځه ځلې یرغلګرو سره جګړه کړې او مات کړې یې دي.په ۱۸۴۲، ۱۸۸۰ او ۱۹۱۹ کې یې انګریزانو ته ماتې ورکړې، په ۱۹۸۹ کې یې شوروي او ۲۰۲۱ کې یې امریکایان وشړل.

    ۱- په ۱۸۴۲ کې انګریزان له سختو تلفاتو سره له افغانستانه ووتل خو د هوکړې پر بنسټ، دوی ته تسلیم شول او نږدې ملګری یې دوست محمد خان له هنده افغانستان ته راولیږه. د افغانستان پاچا شو او شل کاله یې په ارامۍ پاچایي وکړه.داسې پاچایي چې د انګریز دښمنان یې له صحنې وویستل چې ان د ده د خپل زوی او لوی انګریز مخالف وزیر محمد اکبر خان د وژلو ګوته هم ده ته نیول کیږي.

    ۲- دویم ځل هم انګریز په داسې ډول ووت چې په میوند کې یې درانه تلفات لیدلي وو، خو د امیر عبدالرحمن خان په شکل یې خپل یو دوست ته د واک ترلاسه کولو زمینه برابره کړه چې امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د بهرنیو چارو کنټرول انګریز ته پریښود. غازي ایوب خان او نور انګریز ضد څېرې د امیر عبدالرحمن خان له لوري له صحنې وویستل شوې.

    ۳- درېیم ځل افغانانو له انګریز سره د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ جګړه وکړه. سره له دې چې افغانان بریالي شول، خو د مؤرخینو په وینا چې افغان دولت یوازې نیم افغانستان خپلواک کړ، خو د نور نیم افغانستان خپلواکي یې و نه شوه ګټلی.

    ۴- څلورم ځل هم افغان ولس له شوروي سره په میړانه جګړه وکړه، خو د جینیوا خبرو کې چې د افغانستان د برخلیک او یرغلګرو د وتلو په اړه خبرې کېدې، افغان مجاهدینو په کې هېڅ ګډون نه درلود. افغان مجاهدین له هر څه بې خبره او انزوا کې ساتل شوي وو او پاکستان د دوی استازولي کوله

    .۵- پینځم ځل چې یرغلګر (امریکایي ټلواله) له افغانستانه وتله، نو له نورو سره یې ډېر توپیر درلود.د جګړې مشري تر واحدې قومندې لاندې وه.

    د سولې خبرو کې افغانان (طالبان) مستقیم دخیل وو او د افغانستان د ګټو له پاره یې چنې وهلې.بله مهمه خبره دا چې د دوحې تړون کې داسې کوم مورد نه وو چې طالبانو ته پیغور شي.

    تر ټولو وروستی دا چې د اشغالګرو له وتلو وروسته داسې خلک واک ته ورسېدل چې ریښتیني افغانان وو او دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن وو. د دین، وطن او ولس پر سر یې له اشغالګرو سره معامله و نه کړه.

    د هغه نورو او دغه اشغالګرو د وتلو د پروسې تر منځ توپیر همدا وو چې طالبانو په کې له سولې تړون وړاندې او وروسته خپله خپلواکي ساتلې وه.

    مخکینۍ مقالهغزه: اسرائیلي پوځیانو هغه وخت له سلو زیات کسان ووژل چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه راټول شوي و
    راتلونکي مقاله د کب لسمه د فتحې لمر

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 11 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    د افغانستان برېښنا شرکت او سره صلیب ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    10 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    10 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    11 سپتمبر 2026

    د افغانستان برېښنا شرکت او سره صلیب ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    10 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    10 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.