Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (٣)
    لیکني

    له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (٣)

    صابر افغانصابر افغان21 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د بدبختیو او ناځوانیو پیلونکي خلک نن له خپلو ټولو تېرو وحشتونو او بربریتونو ځان داسې بې طرفه ښایي، لکه بېخي چې څه شی شوی نه وي.

    سپین سترګي هم حد لري، د دوی د ظلمونو د پای ته رسېدلو درې کاله پوره شوي لا نه دي، خو دوی په تېر هر وحشت سترګې پټې کړي دي او ځانته ترې برأت ورکوي؛ د همدې فسادیانو د تښتول شویو پیسو پورونه لا اداء نه دي، خو دوی ځانونه وطنوال او د ولس غمخوران ګڼي.

    د نجات په نوم له څو بګیلانو او سړي خورو جوړه شوې خیالي او بې اتفاقه ډله چې کله ناکله له ترکیې سر را پورته کړي، ډېرې جالبې غږوي.

    دوستم چې د بشر ضد جنایتونو کې پوره دخیل او برخه وال دی، په ترکیه کې خپلو بګیلانو ته د موازي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

    نوموړی چې په ټولو حکومتونو کې یو وحشي صفته انسان پاتې شوی، دا وړانديز او غوښتنه د څه په اساس کوي؟ تر شا یې موخه څه ده؟ خپل تېر حالت ځانته ولې نه وریادوي!؟ولې د ایشچي قضیه نه وریادېږي، هغه وخت چې مرستیال ولسمشر وو؟ د ایشچي قضیې د هغه وخت ولسمشر له سخت ولسي فشار سره مخ کړ، چې له دې فشاره په نتیجه کې نوموړي لوی څارونوالۍ ته د ترسره شوې پیښې د څېړلو امر وکړ.

    څارنوالۍ دواړه احضار کړل؛ دوستم له دوه زره ملیشو سره کابل ته راغی او ټول یې په کابل کې ځای پر ځای کړل، چې هلته میشت خلک یې خورا سخت اندېښمن او حتی کډه کولو ته مجبور کړل؛ ټولو وېریدل د ۱۳۷۱ کال پېښه بیا تکرار نه شي.

    د سې شنبې په ورځ لویې څارنوالۍ د دوستم د نهو کسانو د نېولو امر صادر کړ، خو ایشچي ویل زما مدعي دوستم دی؛ بِلاخره د کب په درېیمه دوستم رسنیو سره په خبرو کې ګواښ وکړ، که څه پېښه وشي د کابل عامه شتمنۍ او بانکونه به لوټ کړي.

    *په دې شوری کې ورسره راټول بګېلان ولې ده ته دا نه وریادوي، چې هغه وخت تا د کابل عامه شتمنۍ او بانکونه لوټل هغه د همدې ولس وو، که ستا وو چې ته یې اوس د نجات په نوم خیالې نغارې ډنګوې!؟د «نجات» نوم خو باید د افغانستان اوسني حاکمان ځانته کېږدي، چې له تا او ستا په څېر د لسګونو شریرو او مفسدو وحشيانو یې ولس ته نجات ور په برخه کړی.

    دوستم د موازي دولت د جوړولو پر ځای باید د یوې محکمې د جوړولو غوښتنه وکړي، چې د خلکو سره د کړیو وحشتونو د حساب سزاء که ورنکړل شي، نو کم از کم د ژوند په دې وروستي وخت کې خو به د خپل کړیو وحشتونو پړه ومني؛ خو د هغه کله داسې ښه ملګري شته، چې دومره ښه مشوره ورکړي!؟دې ټولو کیسو ته په کتو سړی ویلی شي، چې د دې خیالي شوری ټول اتباع د دوستم په څېر له عقل خلاص او وحشي درنده ګان دي، فقط ځان او پیسې ورته محترمې دي بس او بس!

    د دوی د دې فلمي اکټونو او ډرامو څخه خلک تر پوزې راغلي، چې ان خپل پلویان یې هم اوس یو-یو ترې لار جدا کوي او د دې حالت په لیدو د شر او فساد مخکښان یو بل ته د ناموس ښکنځلې کوي.

    منفورې څهرې ولس ته ښې ور معلومې دي، چې ان شاءالله هیڅ وخت به پرې بیا ونه غولېږي او د خپلو هغو بچیو روحونه به خپه نه کړي، چې د همدوی په لاسو د دښتې لیلې په شګو او د وطن په دښتو کې ژوندي خښ شوي دي.

    *ویسا ورځپاڼې او افغانستان کې د پردیو جګړو څلورم پړاؤ نومی کتاب

    پای

    مخکینۍ مقالهد سفارت غالۍ/قالینې به ولې نه خرڅوي؟!
    راتلونکي مقاله د ډالرو پر وړاندې د افغانيو بې ساری ارزښت؛ يو ډالر ۶۸ افغانيو ته راښکته شوی

    مربوطه لیکنې

    مقاومتي جبهې او له دیني رنګ څخه یې ګټه اخیستنه

    14 مې 2026

    د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟

    11 مې 2026

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    6 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 14 مې 2026

    پنتاګون پولینډ ته د ۴ زره امریکايي سرتېرو د استول کېدو پلان لغوه کړی

    راپورونه وایي، د امریکا جګړې وزارت (پنټاګون) په ناڅاپي ډول پولینډ ته د «بلک جک»…

    سي‌بي‌اېس نیوز: نتنیاهو ایران سره د جګړې پرمهال متحده عربي اماراتو ته پټ سفر کړی

    14 مې 2026

    مقاومتي جبهې او له دیني رنګ څخه یې ګټه اخیستنه

    14 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنتاګون پولینډ ته د ۴ زره امریکايي سرتېرو د استول کېدو پلان لغوه کړی

    14 مې 2026

    سي‌بي‌اېس نیوز: نتنیاهو ایران سره د جګړې پرمهال متحده عربي اماراتو ته پټ سفر کړی

    14 مې 2026

    مقاومتي جبهې او له دیني رنګ څخه یې ګټه اخیستنه

    14 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.