شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي. د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې د دوهاړخیزو مسائلو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرې شوې دي. مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې د ګرمۍ په دې سخته څپه کې له ایران څخه په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دغه موضوع دې له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره شریکه او د ښه ګاونډیتوب له مخې باید د کډوالو راستنولو ته یو مېکانیزم جوړ شي. ښاغلي متقي دغه راز د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند د سیمې په ګټه بللی او ټینګار یې کړی، چې په راتلونکې کې دې مسائل په داسې شکل مدیریت شي، چې د کړکېچ لامل نه شي. له بل لوري د ایران سفیر ډاډ ورکړی، چې د کډوالو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي او د ستونزو د حل برخه کې به جدي اقدام ترسره کړي.
د جمعيت علماء اسلام پاکستان ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: پاکستان، افغانستان سره د جګړې له امله له جدي ننګونو سره مخ دی14 مارچ 2026
پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد: اسلاماباد باید سمه لار غوره کړي که نه نو افغانان به خپل ځواب ورکړي، چې دا به وضعیت لا کړکېچن کړي13 مارچ 2026