شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp نړیوالو رسنیو د جنوبي کوريا د استخباراتي ادارې له قوله لیکلي، چې شمالي کوريا پلان لري، د روان میلادي کال د جولای میاشتې تر پیل وړاندې نور ځواکونه روسیې ته واستوي.دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روسیې د امنیت شوری مشر سرګي شویګو پیونګ یانګ ته د سفر پر مهال وویل، چې شمالي کوریا به د کورسک سیمې د بیارغونې لپاره پوځي انجنیران او تخنیکي کارکوونکو ورواستوي.د روسیې او شمالي کوریا چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.د یادونې ده، چې شمالي کوريا د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ لپاره له وړاندې هم زرګونه پوځیان روسیې ته استولي او د راپورونو لهمخې، دا مهال په جګړهییزو جبهو کې د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.
د تېلو نړيواله بيه بېرته هغې کچې ته ورسېده چې د ايران او امريکا د جګړې له پيلېدو مخکې وه2 جولای 2026
د ايران او امريکا د کړکېچ پای؛ امريکايي بي-۵۲ الوتکې د بريتانيا له فېرفورډ هډې څخه ووتلې2 جولای 2026