د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د نیمروز، تورخم او سپین‌بولدک له لارې څه‌باندې ۱۶سوه افغان کډوال په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننگرهار د تورخم او د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۷۷۷ افغان کډوال راستانه شوي دي.: «د کندهار د سپین‌بولدک له لارې، ۸۵ کورنۍ چې ۴۵۰ تنه کېږي په جبري توگه له پاکستان څخه راستانه او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم‌لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې. دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم د لس لس زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه. همدارنگه د ننگرهار د تورخم له لارې، ۶۱ کورنۍ چې ۳۲۷ تنه کېږي په جبري توگه له پاکستان څخه راستنې شوې دي.»

د خبرپاڼې له مخې، له ایران څخه هم د نیمروز د ورېښمو له لارې ۹۹۲ تنه افغان کډوال په‌خپله خوښه او جبري توگه هېواد ته راستانه شوي دي.: «په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۱۸ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې تر لاسه کړل. دغه راز ۳ بې‌سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه MPO موسسې ته ور وپېژندل شول، ۹۶ تنو ته سیمکارتونه ووېشل شول او ۸۷ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.»

له تېر یو کال راهیسې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابېدو له امله هلته د پاکستاني حکومت له لوري د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي، چې تر دې مهاله زرگونه کورنۍ راستنې شوې او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version