Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له بغاوت‌ کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    تورې څېرې

    له بغاوت‌ کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    صابر افغانصابر افغان2 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لومړۍ برخه

    هره ډله او ټولنه د ځان لپاره ټاکلې تګلاره او مشخص لید لوری لري او د یو لړ خپل‌لیکل شویو اصولو او قوانینو په رڼا کې پر مخ ځي.

    د دوی موخه له شخصي او انحصاري اهدافو سره د لوړو ارمانونو پوره کول دي، چې په پایله کې د هغې غورځنګ د پیل‌کوونکو نوم او نښان پاتې شي.

    په دې منځ کې، هر حرکت نېک نه دی او هره ډله د سپینو او پاکو موخو په اساس نه جوړېږي، بلکې ځینې کسان له همدې فرصتونو او د ټولنې له خالي ذهنونو او تیار چاپیریال څخه ناوړه ګټه اخلي او په داسې کړنو لاس پوري کوي چې پایله یې عمومي زیان او شخصي ګټه وي.

    دغه ډول ډلې د خپلو هدفمندو خود‌نوشته اساساتو پر بنسټ د ناخبره او نابالغو کسانو ذهنونه غولوي او د حق او باطل په ګډولو او خپلو ناسمو موخو ته د رسېدلو لپاره د خپلو پلویانو په سترګو کې په ښه رنګ ورکولو سره ورو او کمزوري ګامونه اخلي.

    له همدې امله، اړینه ده چې له دغه ډول کسانو او ډلو سره مقابله وشي او د دوی د خپل‌سري کړنو او ستونزو جوړولو مخه ونیول شي.

    په همدې خاطر، له دغه ډول کسانو او ډلو سره د چلند او مقابلې لارې او طریقې چې د ځان لپاره یې غونډې جوړې کړې دي، یوې مشخصې پالیسۍ او قاطع او سنجول شوي غبرګون ته سخته اړتیا لري، چې یوازې درد دوا کړي، خو نورو غړو ته زیان ونه رسوي او ټولنه له بدبختۍ سره مخ نه کړي.

    له همدې امله، د دې یادښتونو د سلسلې تمرکز له بغاوت کوونکو سره د سالمې او خوندي مقابلې د لارو او طریقو په لټون او لیست کولو دی، چې یواځې دوی بې اغېزې کړي او ټولنه د دوی له ګواښ څخه خوندي وساتي.

    دا چې له دوی سره څنګه مقابله وشي، چې هم ځانونه د ناسنجول شویو او احساساتي کړنو له زیانونو او پایلو څخه خوندي وساتو او هم د ټولنې بې ګناه او عادي کسان له تاوتریخوالي څخه لرې وساتل شي، تر ټولو مهمه موخه ده.

    ځکه چې هوښیار انسان په هره شخړه کې هم پر مقابل لوري د ګوزار کولو او هم د مقابل لوري له ګوزار څخه د ځان ساتلو په لټه کې وي.

    نو هڅه به وکړو چې په دې ليکنو کې داسې لارې او طریقې معرفي کړو، چې له بغاوت کوونکو سره د مقابلې او مبارزې لپاره تر ټولو مناسبې، خوندي او اغېزمنې لارې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد الاقصی راډیو خبریال محمد البردویل غزه کې د اسرائیلي رژیم په برید کې شهید شوی
    راتلونکي مقاله امریکا د ایران پر قدس هوایي ځواک د بې پيلوټه الوتکو د پرزو د خرڅون له کبله پر یو شمېر بنسټونو بندیزونه لګولی

    مربوطه لیکنې

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 فبروري 2026

    دېره اسماعیل خان کې د بریدونو له وېرې مواصلاتي لارې وتړل شوې

    د پاکستاني رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا دېره اسماعیل…

    ذاکر جلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هم‌مهاله او همغږي ډول کارول کېږي

    28 فبروري 2026

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دېره اسماعیل خان کې د بریدونو له وېرې مواصلاتي لارې وتړل شوې

    28 فبروري 2026

    ذاکر جلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هم‌مهاله او همغږي ډول کارول کېږي

    28 فبروري 2026

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،109 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،062 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،123 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.