Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    تورې څېرې

    له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    صابر افغانصابر افغان21 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اوومه برخه

    د باغیانو لیکل شوی تاریخ

    تاریخ د یوې پراخې او دردمنې حافظې درلودونکی دی چې د نړۍ له پیل څخه بیا تر اوسه پورې ټولې پېښې له جزئیاتو سره ثبتوي، راتلونکو نسلونه ته ېې د زده‌ کړې او پند لپاره ذخیره او آرشیف کوي.

    تاریخ تل یو مهم ښوونځی پاتې شوی چې راتلونکي نسلونه پکې له عبرتونو او درسونو سره مخ کېږي. دا درسونه هغوی ته د پر مخ تګ او د مهمو پرېکړو لپاره د سم لوري په ټاکلو کې مرسته کوي. هېڅکله یو څوک د تېرو پېښو له ژورې مطالعې پرته نشي کولای چې سمه او پر ځای پرېکړه وکړي.

    ځکه د پخوانیو تاریخ د یوه لارښود او مشاور حیثیت لري، چې سینه یې د هندارې په څېر سپینه او روښانه ده، له هېچا کوم څه نه مخفي کوي. تاریخ د بریا پر لور د تګ لارې په نښه او روښانه کوي.

    خو دا چې یو شخص په پایله کې کوم مسیر د تګ لپاره ټاکي، دا د هغه په فکري شخصیت او له خپل ذهنیت او هدف سره سم یې په تګ پورې اړه لري.

    همدا لامل دی چې د تاریخ دې لوړ ارزښت ته په کتو، باید مهم مسایل پکې خوندي شي، تر څو راتلونکي نسلونه یې د ارزښتناکې خزانې په توګه وکاروي، له ښو یې ګټه واخلي او د توطئه‌ ګرو له دسيسو خوندي پاتې شي.

    لکه څومره چې نن ورځ د باغیانو پر وړاندې بېلابېل اقدامات ترسره کېږي، ترڅو ملت د هغوی له دامونو خلاص او خوندي شي، تر دې ډېر باید د راتلونکو نسلونو د ژغورنې فکر هم وشي، تر څو د هغوی فکر او ځان هم د باغیانو په دروغو، فریب، منافقت او دوکو کې له راښکېل کېدو خوندي پاتې شي.

    د دې کار لپاره یوه مهمه لار دا ده چې د بغاوتګرو توره او شرمېدلې مخینه په وړو او لویو کتابونو، مقالو او چاپي خپرونو کې ولیکل شي، ترڅو په اړه یې کره او دقیق معلومات د راتلونکو نسلونو لپاره د تاریخ په پراخه حافظه کې خوندي شي.

    له همدې امله، د ترسره شویو هڅو تر څنګ باید یوه داسې منظمه پروسه رامنځ ته شي چې د بغاوت کوونکو جنایتونه، د دوی له امله رامنځ ته شوي زیانونه، پر هېواد او ملت د دوی ناوړه اغېزې پکي مستندې شي.

    دا ډول آثار باید د کره او باوري سرچینو پر بنسټ لیک او د باغیانو د اصلي څهرو د افشاء کولو لپاره وکارول شي.

    البته دا کار خورا دقت او پاملرنې ته اړتیا لري، چې غلط او بې باوره معلومات پکې ځای نشي، که داسې وشي، د خلکو ترمنځ د محبوبیت پر ځای به نه یواځې د اوسني نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو له بې پروایۍ سره هم مخ شي او جدي به یې ونه ګڼي.

    له همدې امله، له باغیانو سره د مقابلې یوه غوره لاره دا ده چې د هغوی د شخصي او عملي ژوند حقایق راوسپړل شي، له جنایتونو او جرمونو یې پرده پورته شي، هغه مالي او پراختیايي فرصتونه چې دوی تباه کړي، ملت او تاریخ ته روښانه او په ګوته شي.

    په دې کار سره د باغیانو د بیا راتګ، واک او فساد مخه ډب کولی او د یوه محکم ډال په څېر ورته درېدلی شو، له دې لارې راتلونکو نسلونو ته یو ارزښتناک سند هم برابرولی شو، ترڅو هغوی هم د باغیانو له شره خوندي پاتې شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاقتصادي مرستيال د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخيزو همکاريو خبرې کوي
    راتلونکي مقاله د حوثیانو د سیاسي شورا مشر مهدي‌المشاط: تر څو چې په غزه بريدونه پای ته نه وي رسېدلي، موږ یې له ملاتړ لاس نه اخلو

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د…

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.