درېيمه برخه
د حقايقو څرګندول او د دروغو ادعاوو افشا کول
په نړۍ کې ډېر بهيرونه په بېلابېلو ډګرونو کې په ښو او بدو فعاليتونو بوخت دي او هر يو د خپلو عینکو له شا، ځان تر ټولو پاک او بې ساری فعال بولي چې د ټولې نړۍ د نيکمرغۍ د تحقق لپاره يې لمن رابډ وهلې او د چيچلو خوندونه يې په ځان منلي دي.
خو هيڅوک نه وايي چې «زما مستې تروې/تروشې دي» يا د دې کور چت سوری دی او د باران او واورې په وخت کې څڅېږي.
له همدې امله، کله چې څوک يو بهير ته ننوځي ترڅو هغه په ښه توګه وپېژني او تر تفحص او پلټنې لاندې يې ونيسي، طبعي ده چې بېلابېلو او متنوعو پايلو ته رسېږي چې د سمې پرېکړې لپاره يې لار هواروي او کليدي انتخابونه يې پر مېز باندې ږدي.
له بغاوتکوونکو سره د چلند په مهم بحث کې، له معرفتپېژندنې مرحلې او د هويت او ماهيت د ساحې له محدودولو وروسته، کله چې د دقيقو او سنجول شويو هڅو په نتیجه کې مهمې پايلې او موندنې ترلاسه شي؛ اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د لاسته راوړنو او د ترسره شويو څېړنو د لنډيز پر بنسټ، حقايق او دروغ څرګند شي او د ټولو ممکنه وسيلو او طريقو په واسطه خپاره شي، ترڅو ټول د هغوی په حقيقت او موخو باندې خبر شي.
په دې کې شک نشته چې د بغاوتکوونکو ټولې خورې ډلې په هر شکل او هر تشکيل کې په مختلفو نومونو او استعارو سره، د يو شي او واحدو موخو په لټه کې دي او هڅه کوي، خو هر يو له يوې لارې او په يوې طریقې سره ننوځي او اقدام کوي او په خپلو منځونو کې په سبکونو او کړنو کې توپير له يووالي او يوځایوالي څخه زيات خوښوي.
ځکه چې هېڅکله د يو بل د زغم او برداشت توان نه لري او د بل تر بيرغ لاندې درېدل نه شي زغملی؛ له همدې امله، په مختلفو نومونو خو په ورته موخو سره، تخريبي بهيرونه پلان کوي او شخصي غوښتنو ته د رسېدو لپاره، د خلکو له سر او مال څخه بې ځايه قرباني اخلي او په دروغو او دوکې سره يو شمېر خلک له ځان شاوخوا ور ټولوي او ژوند يې له خطر سره مخامخ کوي.
له همدې امله، د هغوی له همدې نادانۍ ډک عمل څخه د ځان په وړاندې د یوې قوي وسلې په توګه کار اخیستل کېدای شي او څرګندېدای شي چې دا کسان د سولې او روغې جوړې او ابادۍ په لټه کې نه دي، بلکې د تاوتريخوالي، نښتې او ورانۍ په لټه کې دي.
هغه څه چې دوی د یو ښکاره حقیقت په توګه په رسنیو کې په دوامداره توګه تکراروي او د ټولو خبرو او ويناوو محور یې ګرځوي، په حقیقت کې د هماغه زړو دروغو څخه یو دروغ دی چې خلک یې د اوږدې مودې لپاره د هغې له امله سر په لاس کړل او ډوډۍ یې په ډبره بدله کړه او ویره او لړزه یې په خوله کې وڅښله.
همدارنګه هغه تهمتونه او تورونه چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې په هره برخه کې لګوي او د تسبېحو دانې یې اوږدوي، بې اساسه او بې بنسټه دي او دغه ډول بې ځایه خبرې د افغانستان د پوهو خلکو د سترګو په وړاندې نور په هیڅ هم نه ارزي او داسې لکه د غڼې کمزورې ځاله، چې د حقیقت د باد په لګېدو سره په یوه لحظه کې محوه کېږي او نړېږي.
نو له بغاوتکوونکو سره د مقابلې يوه لار او طريقه په هر ځای او هر وخت کې د هغوی د خبرو څارنه او له واقعیت سره یې پرتله کول، سنجول، د حقایقو څرګندول او د هغو دروغو افشاء کول دي چې په بې شرمۍ یې په عام محضر کې د رسنیو له دریچې خلکو ته وړاندې کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.