شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp کابل کې د جاپان سفارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د کنړ زلزله ځپلو سره د دغه هېواد مرستې چې خیمې او کمپلې پکې شاملې دي، نن سهار کابل ته را ورسېده.خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جاپان دغه مرستې به ډېر ژر د هېواد په ختیځ ولایتونو کې پر زلزله ځپلو وویشل شي او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.ياده مرسته کابل کې د جاپان سفارت د استازي په شتون کې افغاني سرې مياشتې ته سپارل شوې ده.
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده3 فبروري 2026