د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایی، د حج مناسکو تر بشپړېدو وروسته نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۱مه) له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه.
د یاد وزارت په وینا، افغان حاجیان د «طواف الوداع» تر اداء کولو وروسته له مکې مکرمې څخه جدې ته انتقالېږي او له هغه ځایه د دوه افغان هوایي شرکتونو له لارې د ترتیب شوي پلان له مخې په منظم ډول هېواد ته ستنېږي.
د ویلو ده، چې سږکال د حج فریضې د اداء کولو په موخه ۳۰زره افغانان سعودي عربستان ته تللي وو.