دوستم چې د پرځېدلي جمهوریت له تښتېدلو څهرو څخه دی او دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي، تازه یې په انقره کې له مېشتو سیاسي او مدني فعالانو سره په یوه ناسته کې، یو ځل بیا پر سرپرست حکومت تورونه لګولي.
هغه په دې ناسته کې ادعا کړې چې ګواکې ترک تباران د سرپرست حکومت تر سيورې لاندې ځپل کېږي، دوستم هڅه کړې چې قومي احساسات راوپاروي او د حکومت پر ضد ذهنونه جوړ کړي.
دوستم له سرپرست حکومت سره د ترک تبارو هېوادونو په ښو اړيکو نيوکه کړې او دغه هېوادونه یې په دې تورن کړي چې د افغانستان د ترک تبارانو د حالت په تړاو بې پروایي کوي.
خو حقيقت دا دی چې دوستم او نور تښتېدلي مشران دا مهال د خپلو سياسي او استخباراتي موخو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ اغېزمن وسایل نلري؛ نو له همدې امله هڅه کوي چې قومي او ژبنیو اختلافاتو ته د لمن وهلو له لارې خپل اهداف او نقشې عملي کړي.
بل لوري ته ترک تبارو هېوادونو دا ډیره ښه درک کړې چې سرپرست حکومت د افغانستان د خلکو رښتينی استازيتوب کوي او د ټولو قشرونو او قومونو له منځ څخه راټوکېدلی دی. دوی درک کړې چې يوازینی هغه نظام چې د تاريخ په اوږدو کې توانېدلی ټول قومونه، مذهبونه او قشرونه د ورورولۍ او همغږۍ تر چتر لاندې راټول کړي، همدا اوسنی اسلامي نظام دی؛ له همدې امله ورسره ګرمې او نېکې سياسي اړيکې لري.
که تېره سل کلنه التهابي تاريخي دوره وڅېړو، وبه وینو چې ډیرو پخوانیو نظامونو په لومړيو کې د يو قوم او قبیلې پر ضد له زور، فشار او ځپلو څخه کار اخيستی دی. د جمهوريت فاسد نظام پخپله د دې حقیقت څرګند ثبوت دی چې د هېواد په هر ګوټ کې قومي حکومتونو په خپل سر او خپل واک کار کاوه، په فساد، بې نظمۍ او حتی ټول وژنو کې یې لوی لاس درلود.
که يواځې د جمهوريت له دورې وړاندې تاريخ ته هم یو نظر وکړو، داسې دردوونکې فاجعې به ووینو چې د هر افغان زړه لا تر اوسه ورباندې دردیږي؛ هغه مهال چې افغانستان د شوروي له ماتې او د نجيب د حکومت تر سقوط وروسته، د همدې تښتېدلو څهرو له خوا ټوټې، ټوټې شو او زرګونه انسانان يواځې په يوه حزب، قوم يا تنظيم پورې د تړاو له امله ووژل شول.
هغه دوستم چې نن غواړي سرپرست حکومت بدنام کړي، له هماغه جنايتکارانو څخه دی چې لاسونه يې د زرګونه بې ګناه انسانانو په وينو سره دي.
خو د سرپرست حکومت په راتګ سره، الحمدلله چې د بې نظمۍ، بې عدالتۍ او د ملوک الطوايفو د واک ټغر ټول شو او د دې هېواد هر وګړی خپل ورک شوي ارزښت يعنې «امن، عدالت او د قومي او شخصي حکومتونو پای» ته ورسېد.
د افغانستان ترک تبار او ازبک وګړي چې د دې هېواد له لویو قومونو څخه دي، د دوستم د ادعاوو خلاف نه يواځې دا چې ځپل شوي ندي، بلکې په اسلامي نظام کې فعاله ونډه لري او د حکومتي ادارې يوه برخه پر مخ وړي.
له دې سره سره هغه دښمنان چې خپل زاړه او ناکام آرمانونه د قومونو ترمنځ د پاشلتیا او تفرقې د اور بلولو له لارې پالي، هېڅکله ملي یووالی نه شي زغملی. له همدې امله تل هڅه کوي چې د شومو دسیسو په جوړولو سره د افغانستان د خلکو احساسات زخمي کړي، د ملي یووالي د رڼو اوبو په خړولو سره په خپله ګټه ماهیان ونیسي او د ملت او حکومت تر منځ فاصلې رامنځ ته کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.