د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو پر مهال پاکستان نظامي ماتې وخوړه، همدا راز یې د مذاکراتو پر مېز سیاست بایلود او اړیکې نورې هم ترینګلې شوې، تر دې چې سوداګریز پرېکون رامنځ ته شو او پاکستان د خپلو صادراتو لوی بازار او نورو آسیايي هېوادونو ته ارزانه لار له لاسه ورکړه.
پاکستان د سختو نا امنیو، لویو چاودنو، ډېرو تلفاتو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بې ثباتۍ کوربه هم دی، چې په هیڅ ډول سترګي نشي پرې پټېدلی؛ د جګړې د اور لمبې یې تر اسلامآباده هم رسېدلي او چارواکي یې په تر ټولو امن پلازمېنه کې هم نور خوندي نه دي.
د دې لپاره چې د اور لمبه له دغه هېواده افغانستان ته واوړي، ځینې نیابتي ډلې حمایه کوي او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یې استفاده کوي؛ د مقاومت خیالي ډلې غړي په خپل غږیز پیغام کې پاکستان ته په اشارې زیاته کړې، چې کوربه هېوادونه په داسې کسانو پسې ګرځي چې له هغوی نه د خپلو ګټو په لټه کې دي.
مقاومت جبهه او د پاکستان نظامي استخبارات(آیایسآی) له تېرو څو کلونو راپدېخوا اړیکې لري او د لا ډېرو تفاهماتو لپاره یې په پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو کې هم لیدنې کړې دي؛ اوس چې پاکستان غواړي پر افغانستان فشار راوړي، د داعش او نورو نیابتي ډلو ترڅنګ، د مقاومت جبهې ملاتړ وکړي او خپله بې ثباتي افغانستان ته را انتقال کړي.
خو دا ستراتیژي ناکامه ده، ځکه سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزه بې ثباتي په پاکستان کې نهادینه شوې، افغانستان نور بې ثباتۍ ته شا کړې، د مرکزي حکومت د حاکمیت له برکته د پرمختګ په لور ګامونه اخلي، شریرې ډلې ځپل شوي او پاکستان نور نشي کولی په خپلو ناکامو ستراتیژیو خپل هېواد امن او ګاونډي هېوادونه نا امنه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


