د جمهوریت لاسپوڅي حکومت له نسکورېدو او له هېواد څخه د ماتېخوړلو سیاستوالو له تېښتې وروسته، د دوی له لوري د خپل سیاسي هویت د بیا رغولو لپاره پراخې هڅې پیل شوې. هر فرد او ډلې هڅه وکړه چې د نویو خوځښتونو، تازه ګوندونو او ګڼو ائتلافونو په رامنځته کولو سره یو ځل بیا ځان د سیاسي بدیل په توګه معرفي کړي او د هغو هېوادونو له مالي او استخباراتي مرستو ګټه واخلي چې د افغانستان ثبات نه غواړي. خو دا هڅې له پیله د بهرنیو ملاتړ کوونکو له بېپامۍ سره مخ شوې او د لوېدیځوالو په ملاتړ د دوی د بېرته راتګ خوبونه شنډ شول.
د دې بېپامۍ په تعقیب، یو شمېر مخالفو ډلو او څېرو پرېکړه وکړه چې ټول پخواني اختلافونه په موقت ډول یوې خوا ته پرېږدي او د «افغانستان د سیاسي احزابو د همغږۍ ائتلاف» تر یوه چتر لاندې راټول شي. دا نوم، که څه هم په ظاهره د خپلو پلویانو لپاره د ژغورونکې پروژې په توګه معرفي شو، خو په عمل کې یې نه د سیاسي مخالفانو په منځ کې کومه معجزه رامنځته کړه او نه هم د خپلو بهرنیو ملاتړو لخوا د یوه معتبر پلان په توګه ومنل شو. بلکې، زاړه او نوي اختلافات ډېر ژر د ائتلاف په زړه کې راوټوکېدل او ریښې یې وکړې.
د همدې ناکامیو په دوام، چې دا ځل د مقاومت شورا، د سولې او عدالت ګوند د مشر حنیف اتمر په ګډون، د جمهوریت یو شمېر نورو مشرانو، د «سیاسي ګوندونو د همغږۍ ائتلاف» تر نامه لاندې د یوه نوي ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړی دی؛ داسې یو ائتلاف چې د پخوانۍ ناکامه سناریو له تکرار پرته، په کلماتو له لوبو او د پخوانیو مړو او بېاغیزو جوړښتونو په نوي نوم له پټولو پرته بل څه نه دی.
د دې شورا د ناکاميو د اصلي دلایلو څخه یو دلیل، له دغه شورا څخه د صلاحالدین رباني په مشرۍ (چې ځان د خپل پلار برهان الدين رباني ځایناستی بولي) د «جمعیت» ګوند وتل و.
د صلاحالدین رباني په مشرۍ جمعیت ګوند، په یوه رسمي اعلامیه کې د شورا له خوا د ځانګړو اړخونو د ناسمو کړنو او بېنظمه ائتلافونو د رامنځته کولو له امله چې له ملي ګټو سره په ټکر کې دي، له دې شورا څخه د وتلو اعلان کړی دی.
له بلې خوا، د جمعیت ګوند بله څانګه چې مشري یې د عطامحمد نور په غاړه ده، لا هم د مقاومت شورا په مشرتابه کې شامل دی. په شورا کې د عطامحمد نور حضور ته دوام، د رباني ډلې له رسمي وتلو سره، د هماغې دوهګونيتوب او بېبرخلیکۍ روښانه بېلګه ده چې له کلونو راهیسې یې جمعیت او نور مخالفین ځورولي دي.
د امتیاز اخیستلو او ځان ښودلو لپاره پرلهپسې اختلافات او ناوړه سیالۍ دا ثابتوي چې له دې څېرو څخه هېڅ یو، بل څوک نه زغمي او نه یې مني او هره ډله یوازې د خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو پر محور را څرخي.
نویو څېرو ته لابي کول، د لنډمهاله ائتلافونو جوړول او د نمایشي غونډو ترسره کول، دا ټول د دې جریان د شدیدو ماتو او داخلي نسکورېدو نښې دي. دا بې هدفه هڅې یوازې په سیاسي او رسنیز چاپیریال کې د هېرېدو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
کله چې دا ډلې له دننه څخه ماتې خوري او نسکورېږي، بیا نوي نومونه او سطحي ترمیمات پیلوي ترڅو خپله شړېدلې څېره بیا رنګ کړي.
که دوی ډله ایزه پوهه او له یو بل سره د جوړجاړي ظرفیت درلودلای، هره ورځ به یې نوي نومونه نه خپلول او له څلورو کلونو سرګردانۍ وروسته به لا هم په همدغه لومړني بندښت کې نه ایساریدل.
حقیقت دا دی چې تښتېدلې څېرې هېڅ روښانه لید، معتبره ستراتېژي او د ملي ګټو په اړه رښتینی احساس نه لري. د دوی د فکر محور شخصي ګټې دي او همدا لامل شوی چې کومه دروازه هم چې خلاصه کړي، بېرته ورباندې بنده شي.
د دوی اوسنۍ بې قراري او فعالیتونه تر دې ډېر چې د ځواک نښه وي، د هغو جریانونو وروستۍ ساه ده چې نه ولسي بنسټ لري او نه یې پخوانی بهرنی ملاتړ پاتې دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


