د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د روزنک اوسپنې پټلۍ تمځای څخه ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه صادرات شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روزنک اوسپنې پټلۍ څخه ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات شوي دي.:«په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې مرسينگ ښار ته صادره شوه.»

د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس محمد نسيم محمدي وايي، په پيل کې به د روزنک اوسپنې پټلۍ له‌ لارې د تجارتي توکو د لېږد را لېږد کچه په ورځني ډول يو قطار وي او د سوداگريزو توکو حجم ته په کتلو سره به يې کچه په ورځني ډول دوه قطارونو ته لوړه شي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې په لومړي ځل ياد صادرات ترسره کېږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې اوس هره ورځ د نړۍ گڼو هېوادونو ته صادرات لري او له نورو هېوادونو سوداگریز توکي واردوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version