‏په قطر کې د افغانستان سفیر، محمد سهیل شاهین د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیال، وینسا متار سره وکتل.

قطر کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې دواړو لورو له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو او کډوالو ته د دغې کمېشنرۍ پر مرستو خبرې شوې دي.

ښاغلي شاهین هیله څرګنده کړې، چې د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمشنري خپل بشري مرستندوی ځایګی لا پیاوړی کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version