Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»له پاکستان او ایران څخه تر ۳ زرو ډېر کډوال راستانه شوي دي
    افغانستان

    له پاکستان او ایران څخه تر ۳ زرو ډېر کډوال راستانه شوي دي

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نن او پرون له پاکستان او ایران څخه ۳ زره او ۴۷۹ افغان کډوال په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو، د کندهار د سپین‌بولدک او د ننگرهار د تورخم فرضي کرښې له لارې څه‌باندې ۳ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.: «د پورته ولایتونو له سرحدي امریتونو څخه د تر لاسه شیو معلوماتو له مخې په پاکستان کې مېشتې ۴۱کورنۍ چې ۲۰۸ تنه کېږي د تورخم فرضي کرښې له لارې او ۴۲ کورنۍ چې ۱۹۶ تنه کېږي د سپین‌بولدک له فرضي کرښې او په ایران کې مېشت دوه زره او ۳۸۵ تنه د هرات د اسلام‌کلا او ۶۹۰ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.»

    د خبرپاڼې له مخې، راستانه شوي افغان کډوال د نورو مرستو په موخه د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي او همدا راز د اسلامي امارت له کړنلارې سم ورسره مرسته شوې ده.

    تېره اوونۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو چارسمبالي وزیر خلیل الرحمن حقاني د کار ملي کنفرانس کې ویلي وو، چې ټولو کډوالو ته ډاډ ورکوي چې له حقونو به یې دفاع کوي.:«د بې‌کارۍ عوامل باید په گوته او له منځه وړلو لپاره یې جدي کار وشي. اوس هم ځینې کړۍ هڅه کوي، چې افغانستان یو ځل بیا تېرو جګړو ته وگرځوي، له افغانستانه د اوزلوبې میدان جوړ کړي. موږ دا مهال پر یوې داسی کړنلارې او میکانېزم باندې کار روان کړی، څو بهرني مرسته کوونکو موسساتو ته قناعت ورکړو چې تر دې وروسته باید زموږ هېوادالو ته مرستې د کار په مقابل کې ورکړل شي.»

    نوموړي له ټولو ادارو غوښتنه کړې وه، چې د راستنېدونکو کډوالو له مهارتونو څخه دې گټه‌واخیستل شي او د هغو چې زده‌کړې نیمگړې پاتې دي باید په خصوصي او دولتي پوهنتونونو او ښوونځیو کې جذب شي.

    مخکینۍ مقالهگنډاپور: په خیبر پښتونخوا کې به عملیاتو ته اجازه ورنه‌کړي
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې ۳ تنه د قتل په تور نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 23 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    یوې بهرنۍ مطبوعاتي فعالې جورجینا سنشاین د پرځيدلي جمهوریت د ځانګړو ځواکونو د قوماندان فرید…

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.