Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له پردیو سره ناستې ولاړې؛ د شر او فساد ناکام تدبیر
    لیکني

    له پردیو سره ناستې ولاړې؛ د شر او فساد ناکام تدبیر

    صابر افغانصابر افغان24 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې کې شک نشته چې د شر او فساد لارویان، په هر نوم چې فعالیت کوي، په افغانستان کې یې د ځان لپاره د ځای پیدا کولو لپاره له هیڅ هڅې لاس نه دی اخیستی او په دې لاره کې خپل ټول ارزښتونه د خپلو غوښتنو قرباني کوي.

    د شر او فساد پخوانۍ کړنې هم په ډاګه کوي چې دې تور مخو د جمهوریت په فاسد نظام کې د خپلې بقاء لپاره له بهرنیو یرغلګرو سره ډېرې ناستې، پاستې لرلې او د هغوی د ملاتړ ترلاسه کولو په بدل کې یې هر کار ترسره کړی.

    تر دې کچې چې هغه مهال د بهرنیو هېوادونو د مرستو کڅوړې له داسې غوښتنو سره مل راتلې، چې په ښکاره له اسلامي او ملي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې وې، له همدې بدنامو مشرانو به یې د عملي کولو تمه درلوده.

    له همدې سره به د تش په نوم وطن‌ پلورونکو مشرانو جیبونه له امریکایي ډالرو څخه ډکېدل، په افغانستان کې روانې ستونزې به نورې هم ورسره ډېریدې او خلک یې د سرېښو په یوه کرغېړن وژونکي ډنډ کې را حصار کړي وو.

    د اخلاقي فساد پراختیا، د باطلو ادیانو او مذهبونو ترویجول، د قومونو ترمنځ د اختلاف او ټکر د زهرجن تخم شیندل او د اسلامي شعائرو پر وړاندې پراخ منفي تبلیغات د هغه ستونزو یوه برخه وه، چې افغان ولس ورسره په مظلومانه توګه لاس او ګرېوان و. دې هر څه د هغه ډالري کڅوړو ملاتړ له ځان سره درلود چې د شر او فساد د لارویانو په جیبو کې اچول شوې وې.

    د شر او فساد ډلې، لکه څرنګه چې د اشغال پر مهال یې له پردیو سره خپلې ژورې اړیکې ساتلې وې او د لږو مادیاتو په بدل کې یې خپل خلک او هېواد پلورلي وو، اوس هم له افغانستان څخه بهر شپه او ورځ د پردیو لپاره د نویو چوپړونو او خیانتونو په پلان کولو بوخت دي.

    په افغانستان کې د شر او فساد د پلویانو له شرموونکې ماتې او د هغوی د پراخ فساد له افشاء کېدو وروسته، د نویو بادارانو پیدا کول د هغوی لپاره تر بل هر وخت سخت شوي دي، نو ځکه خو یوه شپه د یوه بادار په لمن کې تیروي او سبا یوه بل ته د غلامۍ سر ټیټوي.

    دغه بدنامو مشرانو په دې موده کې ډېرې ناستې کړې او د خپلو بادارانو په تشو وعدو ورځې او شپې سبا کوي. تر دې چې په وروستیو وختونو کې یې آن د پاکستان لمنې ته پناه یووړه، په لومړي اقدام کې یې د ډیورند کرښه، چې له افغانستان یوه نه بېلېدونکې برخه ده، هغه هېواد ته ډالۍ کړه چې شل کاله یې ځانونونه د هغه دښمنان بلل.

    کله چې د همدې کسانو خپلې شخصي ګټې په خطر کې ولیدې، د پاکستان حکومت یې د خپل ژغورونکي او بادار په توګه ومانه او د هغوی د ناروا غوښتنو مخې ته په ټیټ سر ودرېدل.

    یوه خبره چې ټولو ته څرګنده ده، دغه ښکاره او یا د بندو دروازو شاته ترسره کېدونکې غونډې، نه د شر او فساد لپاره کومه ښه پایله لري او نه یې بادارانو ته کومه ګټه رسېږي، ځکه چې د افغانستان ملت اوس تر بل هر وخت د دې خاینانو اصلي څهره پېژندلې او هیڅکله به دوی ته بیا د هېواد د ورانولو اجازه ورنه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائیلي رژیم د وحشت بېلګه؛ غزه کې یې له ۱۴۵۰۰ ډېر ماشومان شهیدان کړي
    راتلونکي مقاله اسلامي امارت پر مشرتابه او د سترې محکمې پر مشر د «نړيوالې جنايي محکمې» بې بنسټه تورونه په کلکه رد کړي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.